د بشري حقونو د څار سازمان:  بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کې دی


 
روهي( پيلنۍ، ۲۳ سلوغه ۱۴۰۰): د بشري حقونو د څار سازمان د بایډن هغه پرېکړه غندلې چې له مخې يې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۳،۵ میلیارده ډالر امریکا کې د سیپتمبر۱۱ قربانیانو ته د تاوان په توګه ورکول کيږي.
 
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن تېره شپه هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې پانګه آزادیږي چې پر بنسټ به ۳،۵ میلیارده امریکایي ډالر امریکا کې د سیپتمبر۱۱ قربانیانو ته د تاوان په توګه او پاتې ۳،۵میلیارده به افغانستان کې پر بشري مرستو لګول کیږي.
 
د بشري حقونو د څار سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کې دی.
 
دغه سازمان وایي چې بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
 
د بشري حقونو د څار اداره وایي، سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق وو.
 
دغه سازمان د بایډن دغه پرېکړه غندلې او هغه يې غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.