حکومت: د ځوانان ټولو ستونزو ته رسېدنه کېږي

روهي( پنځه نۍ، ۲۱ سلوغه ۱۴۰۰): حکومت وايي چې ځوانان دې له افغانستان نه وځي، همدلته دې ژوند وکړي ټولو ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ له ځينو ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي چې حکومت د ځوانانو امنیت، اقتصادي او د نورو ستونزو حل ته پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړې چې د هېواد کدرونه باید بیرون ونه وځي اوهمدلته باعزته ژوند وکړي.
د ده په وینا، د ا.ا سیاسي کمېټه په دې اړه هلې ځلې کوي.