کرزی: کنګل شوې پیسې د افغانانو دي، امریکا دې یادې ټولې تولې افغانانو ته ورکړي

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایي، د افغانستان پانګو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړه یو فشار ده خو له دغه هېواده غواړي چې افغانانو ته دې جزا نه ورکوي.
 د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د روان کال د وږي په ۲۴مه نوی سرپرست حکومت جوړ شو، د افغانستان نږدې لس میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وړمه شپه په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ چې په کې راغلي و چې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې ده چې نیمې به افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره او نیمايي نورې به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
خو د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې تېره ورځ یې د امریکا سفارت شازدافیر ته وویل:"دا پیسې د افغانانو دي، د حکومتونو نه دي، د امریکا له ولسمشر غواړم چې دغه پیسې تولې افغانانو ته ورکړي."
دی وایي چې د سبټمبر یوولسمې پیښې قربانیان د امریکا او افغانستان دواړو هېوادونو خلک دي نو امریکا دې قربانیانو ته جزا نه ورکوي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د دغو بهانو لرې کولو لپاره هېواد کې د ملي تصمیم ښودلو او راتلونکی برخلیک لپاره ډیر ژر یوه جرګه را وبالي.
 دغه راز کرزی زیاتوي:"د افغانستان د پانګې نیمایی برخه افغانانو ته د بشري مرستې په توګه ورکوي خو اصلا دا زموږ خپلې پیسې دي، څنګه خپلې پیسې د مرستې په نوم راکړي، هیڅ کله نهو دا پیسې د مرستو په توګه نه منو."
کرزي وویل چې اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نه‌و راوړی؛ بلکې بهرنیانو افغانستان ته راوړی و.