
پېښور : د پوهنمل عبدالحق دانشمل په مشرۍ د افغان آريانا په انستيتيوت کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ژورناليزم پوهنځى پرانستل شو. د انستيتيوت مشر عبدالحق دانشمل د غونډې په ترڅ کې وويل چې په دې ستونزو کې به ژورناليستانو ته د روزنې ټولې اسانتياوې ورکړې شي. نوموړي وويل چې دغه انستيتيوت د افغان دولت لخوا په رسميت پېژندل شوى او اسناد به يې په نړيواله کچه منل کيږي. افغان ژورناليستان دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي، چې د دغې انستيتيوت د لارې به يې ستونزې هوارې شي. غونډې ته په پېښور کې ميشت افغان ژورناليستان هم غوښتل شوي وو چې په ښوونيزو چارو کې د عبدالحق دانش
مل هلې ځلې وستايلې. په غونډه کې فريدون افراسيابى، سرور ساير، نبيله احمدي، استاد بسيا او په افغان ژورناليستانو کې له خېبر نيوز څخه حکيمي، ډيوه راډيو داؤد جبارخېل، طلوع عبدالحق عمري او خپلواک ژورناليست محمد عارف همدرد برخه اخيستې وه او د غونډې په ترڅ کې ويناوې هم وکړې. عبدالحق دانشمل افغان خبريالانو ته د ستونزو د حل بشپړ ډاډ ورکړ.