
۱ په خپله شتمني مه غولېږه ځکه قارون خپلې دارايۍ په زمکه ننه ايستلو٬
۲ په خپل لوړ منصب مه غولېږه ځکه چې فرعون خپل منصب په رود نيل کې غرق کړلو٬
۳ پخپل نسب مه تېروځه ځکه چي ابوجهل دقريشو له اشرافو څخه و او جهنم ئی ځای شو٬
۴ په مشرتابه، خاني اوسرداري مه دوکه کېږه٫ ځکه چي ابولهب خپل مشرتابه داور په لمبو وسېزلو٫
۵ دپوستوي توروالي بلال رض ته کوم تکليف ونه رسولو ځکه چي زړه ئې سپين وو
۶ سلمان فارسي رض ٫ دپيغمبر ص٬ داتباع په وجه دعزت مقام وګټلو٫
۷ عبدالله بن مسعود رض که څه هم په مالي لحاظ لوېدلئ وو
خو زړه ئی دقرآن کريم په شتمنۍ بډای و
۸ دالله تعالی په حضور کې دزړه انکسار دکسرا ترپاچهي غوره دی
۹ دالله تعالی په وړاندې سرټيټول سجده لګول دقيصر تر سلطنت زيات هيبت لري
۱۰ ٬ که يوڅوک خپل زړه په ايمان ښاد کړي
دپاچهانو قصرونه ورته هيڅ نه ښکاري ٬
۱۱ که د ځان ورک کول نه غواړې نو لويي مه کوه٬
۱۲ دايمان په چاړه خپل نفس او شيطان حلال کړه ٬
٬٬٬٬٬٬٬٬
په درناوي
محمدعلی عمری
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ