ازادشعر


ستاپه زړه کښي ولې وهم 
دڅپوپه شاني اوړي
ودردو اووغموته
وارخطایې ولې ولې
ستاپه ذات ستاپه جوړښت کې
هم ژړاشته هم  خنداشته
داخندا او داژړا خو
سترخالق دي پیدا کړي
په ژړاپسې خندا شته
په خنداپسې ژړا شته
که خندادې پرخوله راشي
ګوره ځان درنه ورک نه شي
دمغرور بحر څپوکښي
خو په وخت کښي دژړابیا
دغمونوپه شېبوکښي
د دردونو په شېبوکښي
حوصله صبر په کاردئ
خدای دې نکړي چي له زړه دې
حوصله صبروي تللي
ـــــــــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلی عمری
مسلم باغ