پروت وود پیر پرلاسو
ویل یې ما معاف کړه
ما دي ګناه وې کړې
ما دي خطاوې کړې
ما په روڼا ورځوهم
له خلګو غلاوې کړې
پیریې پردې حرکت
ښوراوو سر ویل یې
ما دربخښلي هرڅه
ما دربخښلي هرڅه
پیرپه څوکۍ کښي وو ناست
په کوټنۍ کښي وو ناست
راسته او ګس طرف تې
داحترام دپاره
څوموریدان ولاړوو
ورته راتللې جوپې
څوک په پښوشل
څوک وو ړانده
په ډول ډول صورت
دشکرانې دپاره
دپیر ځانګړئ مرید
وودروازه کې ولاړ
په ښه جامه کې ولاړ
پرمخامخ دېواله
دپیرانځوروو
یوښایسته فرېم نیولئ
ددې انځوروڅنګ ته
چي لګېدلئ وو راپ
دتسپولوي
اوږده اوږده لاړونه
ووپه دې راپ راځوند
خوپاس دراپ تخته کې
چي وو سپېڅلئ قرآن
ورسره څنګ ته
پرلوی کاغذلیکلي
موږمسلمان یو
موږداقرآن منلئ
هم مو عمل په کړئ
________________________
په درناوي
محمدعلی عمری
مسلم باغ
وروستي