نعت


وایم درود پرتا سکون راته نصیب شي
بې اختیاره یـــــــو مضمون راته نصیب شي
دامضمـــــــون دشعر په ژبه کړمــــــــه پیل
بیخي ښکلئ یــــــې تړون راته نصیب شي
ټول غمونه مې شي ختم په زړګي کښي
دماشوم غوندي ژوندون راته نصیب شي
برکت یــــه محسوسیږي راته هروخت
په کارونوکښي سمــون راته نصیب شي
عمــــــــــري دې امتي یم ګران رسوله
ستاپرلاره دې تل یون راته نصیب شي
ـــــــــــــــــ
په درنښت
محمدعلی عمری
مسلم باغ