غزل

پرون ماته رایادشول
پرون په زړه کې تاو شول
پرون ماته انځور شول
وطنه ستا یادونه
وطنه ستا غمونه
««««««
نن بیا په زړه تاویږي
نن سترګو کې ژړیږي
دننه په ګوګل کې
نن بیا د زړه مرغه مې
په کوکار ده چغیږي!
نن بیا د تا دیدن ته
لښکرې دغم بار دي
نن اوښکې بیا قطار دي
نن بیا دبیلتون کاڼي
په سر راباندې ایښي
نن بیا ستا د فکرونو
ټپونه دي په څړیکو!
نن بیا زما یادیږي
د خړ کلي باغونه
نن سترګو کې تاویږي
داوښکو بارانونه
وطن راته یادیږي
«««««
کلونه شول کلونه
له تانه لیرې لیرې
هوسۍ د بل دیار شوم
څه ورکه څه ښکاره زه
څه ماته په وزرو شوم
څه غم په زړه ایره کړم
څه اوښکه څه خندا شوم
له تانه چې جلا شوم
غمونه راپه برخه
په زړه راباندې بار شول
کاروان دژوندانه مې
ټکرې خوري ټکرې
وطنه تانه لیرې
هرڅه پردي پردي شول
فکرونه لیوني شول
کلونه شول کلونه
چی مونږ کې فاصلې دي
«««««
وطن زما وطنه!
په سترګو په لیمه کې
یادونه ستا په زړه کې
هرڅومره که خندا شم
که وکړمه وزرونه
که والوزم اسمان ته
خو زړه کی ستا غمونه
همیش وهي ټوپونه
خندا راځینې واخلي
پرمځکه مې ګوزار کړي
تر تله به داغم وي
ترڅو چې زه ژوندۍ یم
ترتل به وی تر تله
ستا ځای دزړه په زړه کی
خپه نه شې وطنه
زما خواره وطنه!
«««««
دالیرې فاصلو مو
دزړه واټن نږدې کړ
یوه شیبه د ژوند کې
له زړه نه لیرې نه یې
هرڅومره که یم لیرې
په سترګو کې اختر یې
وطن زما وطنه
زه ستا مرغه دباغ یم
سندره دسپرلو مې
ستا غیږه کې زده کړې
ماشوم لومړنی پل مې
ستا رغویې کی جګ کړی
په څه به رانه هیر شي
زما دزړګي سره
دردونه دې زما دي
غمونه دې زما دي
اباد اوسی وطنه
آباد اوسې وطنه
«««
نن بیا له مودې وروسته
دزړه وزرونه ښوري
دخیال په پروازو کې
ستا خواته دررهي دي
نن بیا دزړګي تل کې
ستا یاد چې دي شیندلي
واړه واړه ټپونه
په څړیکو دي زخمونه
««««
رڼا دا بل څه نه دي
چې بیادې ځوروي نن
په اور دبیلتانه دې
هر وارې سوځوي تا
یادونه دي یادونه
د خوږ وطن یادونه
وطنه ستا فکرونه!