څومره ترخه وو دا زاړه وختونه
دزړه په سر باندې پراته وختونه
ياد يې دردونه يا غمونه راکړل
په زړګي کاڼي عجیبه وختونه
کاروان دمینې کږلیچوسره وو
خدایه ته ګوډ کړې داکاږه وختونه
څوک په سر څلی د دردونه ژاړي
په دواړو سترګو دي ړانده وختونه
د یتیم غږ مې اسمانو ته رسي
کله یې اوري داکاڼه وختونه
منم چې هیر به شي دزړه نکلونه
هیر به شي کله بیلتانه وختونه
راشه ډیوه دزړه تسل ته ورکړو
په تیارو وسپارو تیاره وختونه
خاطره راشه ګل د زړه وکرو
په خوب ویده پریږدو ویده وختونه
رڼا لمن ته د زړه هیلې راوړه
ته ترینه وګڼده ښایسته وختونه
وروستي