غزل

زړه مې په سترګو ستامين دی اشنا
هومره په خوله که زه انکار وکړمه
ستاله کوڅې به پښې ستړې نه شي
څومره مزل که پدې لار وکړمه
لېونۍ سترګې مې ستالارې څاري
شپه که سحر په انتظاروکړمه
دزړه غوټۍ مې رژولې تاده
زه به څه فکر دبل يار وکړمه
ژونده، راحت تاراته ونه پېژند
دمرګ په غېږ کی که قرار وکړمه
رڼا په خدای که درنه هېر شي اشنا
سفر که سل له دغه ښار وکړمه