اې پاچا !
اې پاچا !
تا د هوا مرغۍ ليدلي ، چې په مات وزر د زړه په زور الوت کوي ؟
تا هغه ګل لېدلى ، چې نيمې سوي پاڼې يې د خلکو سپږمو ته خوشبو ورکوي ؟
تا هغه چنار لېدلى ، چې د تنې څلور برخې يې پرې دي او پنځمه برخه يې په خلکو سوړ سيورى لوروي ؟
تا هغه برجوره کلا لېدلي ، چې برجونه يې ناست دي ، خو د عظمت پلوشې يې تر اسمانه رسي ؟
تا هغه رېښې ، رېښې پټکى لېدلى چې هر لاروى يې په درناوي پورته کوي ؟
تا هغه ړنګ څلى لېدلى ، چې په ياد يې کتابونه ډک دي ؟
تا هغه سور ګودر لېدلى ، چې لوپټې پرې جنډې ولاړې دي ؟
تا هغه دنګ غر لېدلى ، چې څڼې يې په زور شوکېدلې دي؟
تا هغه ويالې لېدلي ، چې رڼې اوبه يې کله ، کله سرې شي ؟
نو اې پاچا ، که لېدلي دې وي ستا څه رايه ده او که نه دي وي لېدلي ، نو ګورې يې نه ؟
ميوند فدا
وروستي