ښځه څه غواړي؟

 

د ارتور په نوم د يو ملک پاچا و، چې د ګاونډي هېواد د پاچا له خوا ونېول شو او زنداني شو.
پاچا کولاى شول ارتور ووژني، خو د ارتور د ښکلې ځوانۍ، عقل او عقيدې تر اغېزې لاندې راغى، له همدې امله پاچا د هغه د ازادۍ لپاره شرط وړاندې کړ چې بايد يوې سختې پوښتنې ته ځواب ووايي.
ارتور يو کال وخت درلود چې دغې پوښتنې ته ځواب ومومي او که تر يوه کال پورې پوښتنې ته ځواب ونه وايي، وبه وژل شي.
 
پوښتنه داسې وه: ښځې په واقعيت کې څه شى غواړي؟
دغه پوښتنه د ډېرى پوهانو او هوښيارو خلکو لپاره هم حيرانوونکي او سخته وه او فکر کېده، چې د ارتور په څېر ځوان ته به د دغې پوښتنې ځواب موندل ناشونىوي.
له دې امله چې د دغې پوښتنې د ځواب پيدا کول له مرګ څخه ښه وو، نو ارتور د پاچا شرط ومانه او يو کال وخت يې د ځواب موندلو لپاره قبول کړ.
ارتور خپل هېواد ته ستون شو او له ټولو يې نظرونه وغوښتل، د خپل دربار له شهزاده ګانو نيولې بيا تر ملايانو، هوښيارانو، احمقانو او... هغه له ټولو سره په دې اړه خبرې وکړې، خو هېچا ورته د قناعت وړ ځواب يادې پوښتنې ته ورنه کړ.

ډېرو خلکو له ارتور وغوښتل، چې د هغې بوډۍ جاودګرې مشوره واخلي، چې ويل کېدل يواځې هماغه دغې پوښتنې ته ځواب ورکولاى شي، خو احتمال و چې هغه به د دې پوښتنې د ځواب په بدل کې ډېر څه وغواړي؛ ځکه چې د دې جادوګرې د ډېرې زياتې حق الزحمې اوازې په ټول هېواد کې خورې وې.
کله چې د ټاکلي کال وروستۍ ورځ را ورسېده ارتور فکر وکړ چې د بوډۍ ښځې له مشورې اخيستو پرته بله چاره نه لري، بالاخره بوډۍ جادوګرې د دغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره موافقه وکړه، خو مخکې له ځواب څخه يې له ارتور نه وغوښتل چې د هغې حق الزحمه ومني.
بوډۍ جادوګرې له ارتور څخه وغوښتل چې د هغې واده له لورډلنسلوت په نوم د ارتور له نږدې ملګري، چې نجيب زاده او ستر پهلوان و وکړي، ارتور د دغې غوښتنې په اورېدو ټکان وخوړ.


بوډۍ جادوګره ډېره بدرنګه، وحشتناکه او زشته وه او يواځې يو غاښ يې درلود، ځان يې خوسا بوى کاوه، غږ يې هم ډېر وېروونکى او تريخ و او نور يې هم ډېر وحشي او بې زغمه صفتونه لرل.
ارتور په خپل ژوند کې هم له داسې پليت او بدرنګه انسان سره نه و مخ شوى، له همدې امله يې ونه غوښتل چې ملګرى دې يې له دې بوډۍ جادوګرې سره واده وکړي او يا دې هغه اړ کړي چې داسې وحشي انسان قبول کړي، خو په دغه وخت کې يې هماغه ملګرى لنسلوت د بوډۍ له دغې غوښتنې خبرېږي او له ارتور سره يې په دې اړه خبرې وکړې.
هغه وويل، چې په دنيا کې هېڅ داسې شى نشته چې هغه دې د ارتور له ژوند څخه لوړ وي.
له همدې امله د بوډۍ جاودګرې او لنسلوت د واده مراسم اعلان شول او بوډۍ جادوګرې هم ارتور ته د پوښتنې ځواب ورکړ.
پوښتنه داسې وه: ښځې په واقعيت کې څه شى غواړي؟
د بوډۍ ځواب داسې و: ((ښځې غواړي، دومره واک ولري چې وکړاى شي هغه څه يې چې په زړه وي هغه په واقعيت کې په ژوند کې وکړاى شي او د خپل ژوند د تېرولو انتخاب په خپله خوښه وکړي.))

د هېواد ټول خلک پوه شول چې د بوډۍ جادوګرې ځواب يو واقعيت دى او اوس به د ارتور ژوند وبښل شي او همداسې وشول هم، د ګاونډي هېواد پاچا ارتور ته ازادي ډالۍ کړه او د بوډۍ جادوګرې او لنسلوت واده ښه په شانداره مراسمو او درز دروز کې وشو، د ګبينو مياشت (Honeymoon) يې رانږدې شوه او لنسلوت ځان يوې وحشتناکې تجربې ته اماده کړ، د نکاح په شپه هغه د بوډۍ جادوګرې خوا ته په ډېر مات زړه او خپګان ورغى،،،،، خو څه يوه څېره هغه ته منتظره وه!!!؟
ډېره ښکلې پېغله چې ده په ژوند کې نه وه لېدلي، د بوډۍ جادوګرې په ځاى ناسته وه!
لنسلوت وارخطا شو او په بېړه يې ترې وپوښتل، څه پېښه شوې؟
ښکلې پېغلې ځواب ورکړ: له دې امله چې ستا غوندې ښکلي ځوان له يوې بوډۍ سره ډېر په مهربانى چلند وکړ، نو له دې وروسته به زه په څلورويشتو ساعتونو کې دوولس ساعته دغسې ښايسته پېغله يم او دوولس ساعته به هماغه بودۍ يم، بيا بوډۍ جادوګرې له هغه وپوښتل: کوم يو غواړې؟ د ورځې دې پېغله وم که د شپې؟
لنسلوت چې په يو عجيب حالت کې ګېر شوى و هېڅ نه پوهېده چې څه ووايي! که د هغې پېغلتوب د ورځې له خوا وغواړي، کولاى شي چې خپلو ملګرو ته خپله ښايسته مېرمن وښيي، خو د شپې په خلوت کې به په خپل قصر کې بيا له هماغه بدرنګې بوډۍ جادوګرې سره شپه تېروي! که د ورځې له خوا دغه بدرنګه او زشته جادوګره قبوله کړي او د ژوند شپې ورسره رنګينې کړي!


که تاسو نارينه ياست او دا کيسه لولى، نو کوم يو غوره کوئ! شپه که ورځ؟
که تاسو ښځه ياستى او دا نکل لولى، څه انتظار کوى چې مېړه مو بايد څه انتخاب ولري؟
خپل انتخاب د کيسې له پاى ته رسېدو مخکې وليکئ.
:
:
:
:
هغه څه چې لنسلوت غوره کړل، دغه وو:...
لنسلوت چې يو نجيب زاده او پوه سړى و، پوهېده چې جادوګرې پخوا ارتور ته د پوښتنې څه ځواب ورکړى و،
له هغې مخې يې ځواب ورکړ، چې دا انتخاب په خپله هغې ته ورکړي، چې په اړه يې هر څه تصميم نيسي.
بوډۍ جادوګرې د دغه ځواب په اورېدو وويل، چې له دې وروسته به د تل لپاره او شپه ورځ همداسې پېغله وي؛ ځکه چې لنسلوت دغه مسئلې ته، چې ښځه بايد د خپل ژوند د طريقې انتخاب په خپله وکړي، درناوى وکړ.
اوس فکر کوئ چې د دغې کيسې اخلاقي ټکى څه شى و؟
ژباړه: ميوند فدا