د خانان په باليووډ کې کتاب مخ کتنه وشوه

\"\"

 ليكنه: ميوند فدا
 
په هندي سينما يا باليووډ کې د پښتنو د ونډې په اړه د يوه افغان ليکوال محبوب الله خان د څېړنيز اثر (خانان په باليووډ کې) مخکتنه وشوه اوپه پښتو ژبه کې د سينما په اړه دغه اثر بې سارې وبلل شو. خانان په باليوود کې اثر ليکوال او ژورنالېست محبوب الله خان ليکلى، چې دوه اونۍ مخکې په جرمني کې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خوا په ٢٤٤مخونو کې په ښه کاغذ د٥٠٠٠ ټوکو په شمېر د ګڼو هندي سينمايي لوبغاړو له مرکو او تصويرونو سره په کابل کې خپور شوى دى. دغه كتاب ټول ټال پنځه فصلونه لري چې په لومړي فصل کې د هندي سينما پېژندنه، په دويمه فصل کې سينما او افغانستان، په درېيم فصل کې خانان په هندوستان کې، په څلورم فصل کې خانان په هندي سينما کې او په پنځمه فصل کې په باليووډ کې د خانانو د ونډې په اړه بحث شوى دى. د تېرې پنجشنبې پر ورځ د كابل سټار هوټل په سالون كې ددې كتاب دمخكتنې غوڼده جوړه شوې وه چې كابو دوه سوه تنو ليكوالو، ژورنالېستانو، دولتي چارواكو، ملي سوداګرو اوافغان سينماګرانو په كې ګډون كړى و. غونډه داسدالله ساحل له خوا قرانكريم د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
\"\"
ورپسې په جرمني کې د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې مشر او ليکوال استاد محمد حسن چې ياد شوى اثر يې د ټولنې له خوا خپور شوى په خپله وينا کې د دغه کتاب په اړه وويل چې په ښکلې قطعه او صحافت سره د دې کتاب خپريدلو د کتاب ارزښت ډېر کړى دى. نوموړي زياته کړه چې افغانان په ځانګړي توګه پښتانه په نړۍ کې يواځې د ورانوونکو په نامه مشهور دي، خو دغه اثر له دې نه پرده پورته کړه چې پښتانه په نورو برخو کې هم لوړ استعداد لري. هغه وويل : (( که چېرته پښتانه څوک ژوند ته پرېږدي، نو ډېر کارونه کولى شي.))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي د خپلې وينا په يوه برخه كې وويل چې خانان په باليووډ کې د سينما په اړه يو ناياب او ارزښتناک کتاب دى او کوم افغاني الاصله پښتانه لوبغاړي چې په کې معرفي شوي دي هنري کارونه يې له خورا لوړ فلمي ازرښت څخه برخمن دي. ښاغلي فراهي وويل چې افغانان د بل هر هېواد له وګړيو نه له هندي سينما او فلمونو سره زياته مينه لري. همدارنګه هغه زياته کړه: (( خانان په باليووډ کې په تاريخي او هنري لحاظ اوچت ازرښت لري او بايد په بيا بيا چاپ شي.))
\"\"
 
 
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي د غونډې بل وينا وال وچې په خپلو خبرو كې يې د كتاب په هنري او تاريخي ارزښت باندې خبرې وكړې.
\"\"
 
له هند څخه راغلي افغاني الاصله پښتنې ژورنالېستې او فلم جوړونكې شلپي بترا چې خپله هم فلمي ډايرکټره ده او لا يې هم پښتو نه ده هېره کړې په خپلو خبرو کې وويل چې د کتاب ليکوال د دې څېړنې لپاره خورا ستونزې ګاللي او دغه کتاب نه يواځې د افغانستان، بلکې خپله د هندوستان لپاره هم خورا مهم دى.
\"\"
 
 
ليکول او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهندوى محمد اسمعيل يون د ياد شوي اثر د نثر او ليکنې په اړه وويل چې بندښت نه لري او په روانه پښتو ليکل شوى دى.هغه په دې اړه زياته کړه: ((د کتاب ليکوال د دې څېړنې نه وړاندې په شعر، راپور ليکنه او داستان ليکنه کې پوره کار کړى او دغه اثر د دې ترڅنګ چې نثر يې ساده او روان دى؛ د سينما بېلابېلو ستورو په زړه پورې تصويرونو هم ښکلا ورکړي، چې لوستونکي ورسره نه زړه تنګي کېږي.))
 
 
ليکوال او د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وويل، چې افغانان او هندوان په خپل روان کې ګڼ هنري مشتقات لري او د دې فلمونو د منفي کرکټرونو په ليدو د هر افغان په روان کې غوټې پيدا کېږي، علت يې دادى چې افغانان په ژوند کې له دغسې بدماشانو زيات ځورېدلي، حال دا چې دغه ځانګړتيا په امريکايي سينما، هاليووډ کې نشته .هغه د کتاب ليکوال ته مشوره ورکړه، چې بايد دې لړۍ ته دوام ورکړي او په دې اړه چې هندي فلمونه ولې په افغانستان کې ډېر مينه وال لري او ولې خانان د هند په سيمنا کې ښه ځلېږي؟ نورې څېړنې وکړي.
که څه هم تر دې مخکې د فلمونو افغان ډايرېکټر او سناريو ليکونکي عبدالقيوم کريم د سينما په اړه ځينې مقالې او ليکنې خپرې کړې دي، خو خانان په باليووډ کې اثر په پښتو ژبه د سيمنا په اړه يو کم سارى مستقل اثر دى، چې ليکوال يې د دې څېړنې لپاره په بار بار هندوستان ته سفر کړى او ګڼې څېړنې يې له لوبغاړو سره د مرکو پر بنست کړي دي .ددې ترڅنګ دافغان سينماګرانو په استازيتوب ښاغلي سليم شاهين او عظيم رهبان هم خبرې وكړې.
\"\"
 
دغونډې ترڅ كې ياد كتاب د پياوړي ليكوال او د افغانستان دملي راديو تلوېزيون مشر زرين انځور اود الكوزي د نړيوال شركت مشر جليل الكوزي له خوا پرانېستل شو.
 
همدارنګه د كتاب لپاره ځانګړې ويب پاڼه www.khansinbollywood.com د هېواد د وتلي كمپوټر پوه ښاغلي نورالرحمن لېوال له خوا پر ليكه شوه. دغونډې په پاى كې د كتاب ليكوال محبوب الله
خان له ټولوګډونوالو او هغو ملي سوداګرو څخه مننه وكړه چې ددې كتاب چاپ اوخپرېدو په برخه كې كې مرسته كړې وه. ديادونې وړده چې غونډه د اغلې رڼا نورستانۍ او ښاغلي سراج الدين پټان لخوا پرمخ بيول كېده اوهمدارنګه په پاى كې د ځوانې سندرغاړې پري غلامي او رفيق عالم څو سندرې هم زمزمه کړې.
\"\"
ښاغلی محبوب الله محبوب
\"\"
\"\"