وزير محمدگل خان مومند د غونډمشر خورشيدخان زوى، د مومن خان لمسی د عبدالكريم كړوسی په قوم باييزی، حسن خېل مومند و، چې د ١٣٠٢ هـ ق د روژې مياشتې په ١٣ مه د کابل په اندرابيو کې زېږېدلی و، هغه د نورو ډېرو دندو ترڅنگ يو وخت د محمدنادر شاه په دوره کې په شمالي ولايتونو کې د نائب الحکومه په توگه دنده درلوده.
ښاغلي محمدگل خان مومند پښتنو ته د نورو بلها خدمتونو ترڅنگ د هېواد په شمال کې د هغو ځايونو نومونه چې پر منځنۍ اسيا د روسانو او په ځانگړي ډول د بيلشويکانو له يرغل څخه وروسته شاوخوا اته سوه زره تاجکان، ازبکان، ترکمنان، قرغيزان او قزاقان افغانستان ته راغلل او د کډوالو په توگه مېشت شول، د وخت د افغان حکومتونو لخوا په شمالي ولايتونو کې هغوى ته ځمکې هم ورکړل شوې او دوى په خپلو هغو سيمو چې په کې مېشت وو، پر ازبکي، تاجکي او نورو ژبو نومونه کېښودل، مومند بابا په په خپل وخت کې په ډېر زړورتوب او هوښيارۍ دغه نومونه بېرته پښتو کړل، چې په لاندې ډول يې درته راوړو:
په ازبکي او تاجکي ژبو د ځايو نومونه د مومند بابا لخوا اېښودل شوي نومونه
سبزوار (د هرات ولايت اړوند) شينډنډ
پوشنگ يا فوشنج (د هرات ولايت اړوند) پښتون زرغون
قره تيپه (د هرات ولايت اړوند) تور غونډۍ
چهارباغ گلشن (د هېواد په شمال کې) شينکۍ
قلعه چه (د هېواد په شمال کې) سپين کوټ
بنگی آرق (د هېواد په شمال کې) نوى کوټ
دکبرجين (د هېواد په شمال کې) شلخی
هزاره چقيش (د هېواد په شمال کې) ستولگى
رحمت آباد (د هېواد په شمال کې) جرگۍ
يول بولدی (د هېواد په شمال کې) لېندۍ
ده دراز (د هېواد په شمال کې) غشی
قوش تيپه (د هېواد په شمال کې) منگولې
سمرقنديان (د هېواد په شمال کې) زرغون کوټ
حصارک (د هېواد په شمال کې) اوغز
چهارسنگ (د هېواد په شمال کې) څلور تيږې
پلاسپوش (د هېواد په شمال کې) ځوځان
عباد محله (د هېواد په شمال کې) دېره گى
چهل ستون (د هېواد په شمال کې) غندان
کودوخانه (د هېواد په شمال کې) بانډه گى
کشک عبدل (د هېواد په شمال کې) بانډه
کول انبو (د هېواد په شمال کې) منده تی
قريه بهأوالدين (د هېواد په شمال کې) شپوله
ايلمانی (د هېواد په شمال کې) وچه ونه
سلطان خوجه ولی (د هېواد په شمال کې) مړوندی
باغ وراق (د هېواد په شمال کې) حاجي کوټ
زاموکان (د هېواد په شمال کې) کاکا کوټ
بنگاله (د هېواد په شمال کې) ورخی
آق تيپه (د سرپل اړوند) سپين کى
تخت سلطان (د شبرغان اړوند) شين کوټ
حسين تابين (د هېواد په شمال کې) غځگى
آقچه نمای (د هېواد په شمال کې) بټي کوټ
گومک صالح (د هېواد په شمال کې) بټى
بوينی قره (د هېواد په شمال کې) شولگره
گل قشلاق (د سمنگان ولايت اړوند) جوغی
کته قشلاق (د سمنگان ولايت اړوند) جگه بانډه
مينگ قشلاق (د سمنگان ولايت اړوند) زندۍ کوټ
لرغان (د سمنگان ولايت اړوند) وزير کلا
جوی زندان (د سمنگان ولايت اړوند) ژوندون وياله
دره زندان (د سمنگان ولايت اړوند) ژوندون دره
له دې سره، کله چې مومند بابا کابل ته راغى هم، د هغو ځايونو نومونه چې د پخوانيو ديگانو لخوا پرې اېښودل شوي وو او پښتو هغه يې بيخي له منځه وړي وو او کابل بالکل د تهران او يا د دوشنبې د ښار يوه څنډه ښکارېدو، مومند بابا په خپل جرات، زړورتوب او ځيرکتيا دا نومونه ډېرۍ بېرته پښتو کړل او پښتنو ته يې يو تاريخي خدمت ترسره کړ، چې د يو شمېر ځايونو نومونه يې په لاندې ډول دي:
1. د کابل ښار د ((کوټه سنگي)) سيمه چې د فولکلوريکو روايتونو له مخې، چې يو شمېر تاجکان او ديگان يې وايي، دا سيمه د بي بي سنگي په نوم د يوې شاعرې او سياستمدارې ښځې په نوم وه، چې د اميرعبدالرحمان لخوا په دې سيمه کې په يوه کوټه کې بندي شوه او د کوټې سنگي په نوم دا سيمه ونومول شوه (په دې اړه کوم تاريخي سند نشته)، د ستر پښتون محمدگل خان لخوا د ((مېرويس ميدان)) په نوم ونومول شوه.
2. د "ده بوری" سيمې نوم اړول پر "جمال مېنه".
3. د "شاه شهيد او سياه سنگ" سيمو نومونو اړول پر "سيدنورمحمدشاه مېنه".
4. د "ده افشار" سيمې نوم اړول پر "سپين کلی".
5. د قلعه ی جرنيل سيمې نوم اړول پر "خوشحال مېنه".
6. د کابل ښار د يو شمېر کوڅو، واټونو او ښارگوټو لکه: "کوچه ی بازار ارگ، خيابان، پل خشتی، کوچی علی رضاخان، او شور بازار" سيمو نومونو اړول پر "جاده نادرپشتون".
7. د "وزيرمحمد اکبرخان" په نوم د سيمې نومول.
8. د “نادرشاه مېنه په نوم د سيمې نومول.
9. د "غازي امان الله خان مېنه" په نوم د سيمې نومول.
10. د "احمدشاه بابا مېنه" په نوم د سيمې نومول.
په کابل ښار کې گڼ شمېر ښوونځيو او روغتونونو ته د پښتو نومونو ورکول:
1. خوشحال خان لېسه
2. ملالۍ لېسه
3. زرغونه لېسه
4. عايشه درانۍ لېسه
5. رحمان بابا لېسه
6. نازو انا لېسه
7. حبيبيه لېسه
8. نادريه لېسه
9. مريم لېسه
10. ملالۍ زېژنتون
11. ميوند روغتون
12. وزيرمحمد اکبرخان روغتون
او داسې نور ...
ميوند فدا
وروستي