هرسهر لکه باران ، او ماذديګر لکه باران
ته زما په زړه راورې ، ائ دلبر لکه باران
* * * * * * *
لکه پرخه راورېږې ، همېشه دزړه په سر
مدام ستا په طلب ګرځم خواروزاراودرپه در
نم دسترګونه مې درومي ، بېبها لکه باران
* * * * * *
ته په تور تورو سترګو ، ورانوې دمين کور
رب تعا لئ درسره پوح شه، زه خو نلرم ستازور
په زړه غشي ورول کړي، ستا نظر لک باران
* * * * * *
ته يذيد غوندې ظالم يې ،زه حسين غوندې مظلوم
ته په زړه لکه دکاڼي ، زه په زړه لکه د موم
فرهرنه دې راجوړکړل ، په ځيګر لکه باران
* * * * * *
ياره ستا د ستمونو انتها ، په عشق کې نشته
چې ''مشکور''سره تا وکړل، ياره دا په عشقې نشته
ستا غصه لکه طوفان ، زورور لکه باران
* * * * * *
ن هر سهر لکه باران ، او ماذديګر لکه بارا
ته زما په زړه راورې ، ائ دلبر لکه باران
* * * * * *
''مشکور
''
وروستي