عمران خان ته يوه نېکه مشوره:  نظامي لګښتونه يا پوځ ته پر بوديجه کمولو غور وکړه

دا به له ملت سره انصاف او هم به پوځ له ترورېزم پالنې، په ګاونډيو هېوادونو کې له لاسوهنې او هم به له پښتنو وبلوڅوژنې راوګرځول شي
 
په دې کار سره به دې هم دوعا قبوله او هم به دې ولس ته انصاف ورکړی وي



امريکا غږ پښتو :
د پاکستان صدراعظم نن د جمعې په ورځ (اپريل ١٩) د اورکزو په قبائيلي سيمه کې يوې غونډې ته وويل "د افغانستان حکومت ته نن وړانديز نه کوي ځکه چې هغوی يې بيا لاس وهنه ګڼي".
رسنيو د ښاغلي خان له خولې ليکلي چې د افغانستان د امن دپاره دعا کوي ځکه په وينا يې کله چې افغانستان کې امن وي، نو تجارت به وده وکړي "الله دې په افغانستان کې امن راولي" چې هغوي هم په خپلو پښو ودريږي ځکه چې ۴۰ کاله پرې جګړې تېرې شوې.
 
عمرانخان ښه سړی دی، خو د دوعا لپاره لږ تر لږه درې - څلور شرطه اړين دي :

  • مال / عايد بايد حلال وي
  • له متضرر نه بښنه وغوښتل شي
  • له څښتن تعالی نه بښنه وغوښتل شي
  • توبه و ژمنه وشي چې بيا به يې نه ترسره کوم
 
ښه به دا وي چې ښاغلی خان له حکومت، نظاميانو او استخباراتو سره په دې شرايطو وغږيږي، کنه نو څښتن تعالی داسې دوعا نه مني چې وايی يو څه او کوي بل څه، له همدې امله قرآن په روښانه ټکو ويلي دي چې ((تاسې ولې هغه څه وايئ چې نه يې ترسره کوئ)).
 
زما مشوره خو ښاغلي خان ته دا ده چې که نظاميانو ته پخپله بوديجه او پر نظامي لګښتونو يې له سره غور وکړي، ښايي چې دا به د سودونو او پور ورکونه او کمولو کې د پام وړ بد لون راولي او هم به يې نظاميان په ګاونډ او هم به د پښتنو وبلوڅانو له وژنې او ورکونې راوګرځيږي او هم به يې د خپل ټاکنيزو منډو ترړو هغه شعار پر ځای کړی وي چې ولس ته يې ويلي وو چې زه به انصاف درکوم. که دا کار نه شي کولی، نو بيا وړانديزونه، مشورې او دوعاګانې کوم ځای نه نيسي او نه ځان او نه بل چا ته ګټه رسولی شي.
 
دا انصاف نه دی چې نظاميان په سلو کې شپېته برخې او پاتې ۱۹۵ ميليونه نفوس څلوېښت برخې بوديجه ترلاسه کوي. که خان ته دا ښه ښکاري، خو سمه ده او کنه نو خپله دې سوچ وکړي چې دا ډول وېش انصاف دی او که ظلم چې نظاميان يې پر ولس کوي؟ په داسې حال کې چې نوموړی له پوځه دفاع هم کوي چې پوځ ملامت نه دی. هيله ده چې خان سوچ وکړي چې ولې د ده نظاميانو د قبايلو پښتانه، بلوڅ وهزاره ووژل؟
 
عمران خان: افغان حکومت ته ځکه وړانديز نکوم چې لاسوهنه يې گڼي
https://www.pashtovoa.com/a/imran-khan-say-afghan-government-see-his-offer-interfering-/4883045.html