د امنيتي ځواکونو له خوا د روهي رسنير مرکز له يو خبريال سره ننني چلند خواشيني کړو

د امنيتي ځواکونو له خوا د روهي رسنير مرکز له يو خبريال سره ننني چلند خواشيني کړو
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
روهي وېب پاڼه له ۲۰۰۶ز کال راهيسې د هېواد په ملي او رسمي پښتو ژبې خپرونې کوي. د پښتو ترڅنګ په دري او انګليسي ژبو هم ځيني مقالې او خبرونه لري. روهي رسنيز مرکز له تاسيس بيا تر نن ورځې پوري، تر ډېره علمي او تحليلي مسايل خپروي. د عملي او تحقيقي مسايلو ترڅنګ د افغانستان، سيمې او نړۍ مهم خبرونه هم تر خپلو لوستونکو او لېدونکو رسوي.

روهي وېب پاڼه علمي، سياسي، اسلامي، مالوماتي، اقتصادي او نورې لېکنې د خپلو دواطلبو لېکوالانو، ژباړونو او همکارانو څخه تر لاسه کوي؛ په هغه صورت کې چې د اسلام د سپيڅلي دين او د هېواد ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي؛ نشر ته يې سپاري. له دغه کار يې موخه دا ده، چې په ټېکنالوژيک ډکر کې پښتو ژبه بډايه او په مختلو برخو کې ژور تحليلونه ولري.

روهي ټولې لېکنې او ژباړې د ښاغلو لېکوالانو، ژباړونکو اوشنونکو نظرونه دي، چې ښه والی - بدوالی، مثبت - منفي اړخ او د نظر لېد يې په ليکوال/ژباړونکي پوري تړاو لري. روهي يې يوازې په املايي سمون کې ونډه اخلي او نور يې هېڅ ډول مسووليت نه مني.

د خبرونو په برخه کې، روهي رسنيز مرکز د افغانستان، سيمې او نړۍ خبرونه په بې پرې او بې طرفه ډول سره نشر ته سپاري. روهي وېب پاڼه خپل خبرونه د خپلو خبريالانو پر مټ له معتبر سرچينو، چارواکو، مسوولينو، عيني شاهدانو او باوري رسنيو څخه تر لاسه کوي او په خپلواک ډول يې نشر ته سپاري.

روهي رسنيز مرکز هېڅ کله په جګړې د ښکېلو خواوو او د هېواد دننه د نورو مسايلو په اړه دريځ نه نيسي او نه هم خپل نظر په کې دننه کوي، يوازې هغه چې له سرچينو يې تر لاسه کوي، له خپلو لوستونکو سره شريک کوي. حتي د روهي وېب پاڼې د مسوول، امتياز څښتن او نورو همکارانو نظرونه چې له دې ځايه نشر ته سپارل کيږي، په ځانګړي ډول د دوی فکر او لېد دی، چې په هېڅ صورت سره د روهي نظر نه شي څرګندولی.

که رېښتنې پاتې شو، روهي د خپل لګښت يوه برخه له سوداګريزو اعلانونو او يوه ستره برخه يې؛ د ژبې او هېواد پالنې په پار له شخصي جيب څخه کيږي. د پورته بې پرې، خپلواکو، رښتنيو او ملي چوپړونو ترڅنګ بيا هم؛ زمونږ د ادارې يو خبريال نن ورځ د افغان امنيتي ځواکونو له خوا له فعاليت منع او تر پنځو ساعتونو يې تر نظرت لاندې نيولی وو.

د شمس رحمانزي په نوم دغه خبريال نن سهار په ده - افغانانو سيمه پر مخابراتو وزارت د بريد د راپور اخېستلو په پار سيمې ته د ټولو ژورنالېسټيکو اصولو برابر او د هېواد د رسنيو قانون سره په سمون کې تللی وو. په سيمه کې د امنيتي مسوول څخه يې د راپور جوړنې اجازه تر لاسه خو بيا هم د ملي امنيت د يو کارمند له خوا يې وسايل ونېول شول، نوموړی تر نظر لاندې پنخه ساعتونه کېنولو او اجازه يې ورنه کړه چې راپور جوړ کړي.

روهي رسنيز مرکز د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره رسماً ثبت او رېجسټر دی او همدا رنګه د وزارت جوزا لري. د روهي وېب پاڼې د ادارې له خوا له امنيتي مسوولينو ته د رسنۍ رسمي جواز وښوودل شو خو بيا يې هم ياد کس او ورسره وسايل ورنه کړل.

که څه هم امنيتي ځواکونو د ياد خبريال سره انساني چلند کړی او هېڅ ډول فزيکي او يا لفظي بد رويه يې ورسره نه ده کړې، خو مونږ په دې خواشيني يو، چې د هېواد د قوانينو سره په سمون کې د يو قانوني کار مخنيوي د کوم هدف په پار دی.

بايد ووايم، چې شمس رحمانزی له پنځه ساعتونو نظرت وروسته سالم - سلامت پرېښودل شوی او د امنيتي ځواکونو له خوا يې هغه ټول وسايل هم بېرته ورکړل شوي، چې په لومړيو کې يې ورڅخه نېولي وو.

له حکومت او امنيتي ځواکونو مو هيله او غوښتنه دا ده، چې د ژورنالېزم په برخه کې دې همکار پاتې شي او هغه خنډونه دې لېرې کړي، چې د رسنيو د قانون سره په ټکر کې د بيان ازادۍ مخه نيسي.

په درنښت
ډاکتر نېک محمد ویال د روهي وېب پاڼې څښتن