
دڅرخى پله دزندان كلمه هغه غوني زيږوونكې كلمه ده چې په اوريدو سره يې نه يوازې د درديدلو افغانانو زړونه درديږي بلكې د دغه بدمرغه كلمې په اوريدو سره د هر هغه انسان اندامونه ريږدي او مخې ته هغه د وحشت ، تعذيبونو او رنګا رنګ عذابونو پردې ودريږي چې په دې مظلومو افغانانو او په مجموع كښې په اكثره هغه مسلمانانو چې په افغانستان اويا بل كوم ځاې كښې ئې د هغه دين خبره كړيده ، په كوم كښې چې زمونږ شفيع حضرت محمدصلى الله عليه وسلم په كاڼو ويشتل شوى . لـه خپل كلي نه ويستل شوى صله رحمي ورسره قطعه شوې او حتى ددين په لاره كښې ئې خپل مبارك غاښونه دلاسه وركړى دى ، افغانانو چې به خپل تير تاريخ كښې كومې كارنامې كړي انګريزانو او نورو د دين د ښمنانو د هغې نه عبرت اخستې او نن چې د هغوى انتقام وخت راغى نو په افغانانو هغه لوبې كوي چې تاريخ ورنه شرميږي ، زمونږ په هيواد كښې ددې مفسد نظام په راتګ سره كومې لوبې دى چې په افغانانو به نه وي شوي ، د افغانانو هغه ځوانان چې د ډالرو په مينه كښې مست شول او د ژباړن په نامه د انګريزانو اوْ امريكايانو مزدوران شول ، دغو وحشى ځناورو او انګريزان او امريكايان ورسره هغه كارونه وكړل چې هغه روسانو چې په وحشت او بې دينۍ كښې ئې لومړى مقام ګټلى وْ هم نه وكړي ، كه د دې نه هم لږ وړاندې لاړشوو نو و به وايو چې امريكائى او اروپائى يرغلګرو زمونږ شپانه په دښتو كښې هم پرې نه ښودل ، او كه څوك ووائې چې د امريكايانو او يا ا روپائى يرغلګرو دښمنان دا خبرې كوي نو زه ورته د ابو غريب ، ګوانتانامو ، باګرام او كندهار دزندانانونو هغه لـه شرمه ډك انځورونه په دليل كښې راوړم چې نن هم هغه ددنيا په ډيرو ويبپاڼو كښې خوندي دي ، دا د امريكايانو او د هغوي د ملګرو هغه بشري حقوق دي كوم چې دوي ويل چې طالبان ئې افغانانو ته نه وركوي او طالبان په ښځو او افغان ځوانانو په جبرى ډول داسلام دين عملي كوي ، كه د بهرنيو يرغلګرو لخوا د مسلمنانانو وژنې ته راشو نو وايو چې دوى تر روس هم زيات افغانان او خصوصا مسلمانان ووژل ځكه دوي يو وار يا دوه وارې په افغانانو بمباري، د الوتكو نه ډزې او عام وژنه نه ده كړې بلكې په سلګونه ځل ئې په دې مظلوم ملت داسې بې دريغه بمبارى اوْ ډزې كړي چې په هغې كښې ئې د افغانانو غوښې داسې شيندلي چې په كڅوړو او بوريو راټولې شوي دي او هغه كسان چې دوي په خپلو زندانونو او يا په تيره څرخي كښې شهيدان كړي شمير يې يوازې يو الله ج ته معلوم دى . تيره ورځ دكار لـه ځاې څخه دكور په لور وخوځيدم كله چې كورته لاړم لـه لويو او وړو سره لـه روغبړ وروسته راته خپل يو كوچني ورور ووئيل : زمونږ په مدرسه كښې نن )د شنبې په ورځ د دوه زره اووم كال دنومبر دمياشتې د24 ) يوه كوچني ماشوم ته خپل تره لـه كابله ټليفون كړې وْ چې پلار دې نن په دې دنيا اخري ورځ ده او خپل پلار سره دې خبرې وكړه ، كله چې ماشوم لـه خپل پلار سره خبرې پيل كړې نو پلار ئې دخپل زوى د خبرو په اوريدو په ژړا شو او كله چې يې هغه معصوم او د دنيا دناخوالو او وحشتونو نه بې خبره ماشوم د خپل محبوب پلار او هغه د سرسيوري چې تل دخپل اولاد په سر د چترۍ په شان دبهير محيط ته ساتنه كوي ، غږ واوريد هم په چيغو چيغو وژړل او ويې ووئيل زما بابا جانه ولې لـه مونږ نه بيليږى نو پلار يې ورته څو اياتونه تلاوت كړل او بيا ئې ورته ووئيل بچيه نور په دې دنيا كښې زما ځاې نه كيږى . ځكه چې ما په دې وخت كښې دحق اواز اوچت كړى ، پلار ئې د خپلو اخري خبرو په ډول خپل زوي ته ووئيل : خير دى بچيه ته مه ژاړه ! كه زه په دې دنيا كښې نه يم څه پروا كوي ؟ ځه بچيه الله دې مل شه بيا يې پلار ټليفون بند كړو او زوې يې په چيغو سرشو ، ددې حقيقت په اورېدو دومره خفه شوم چې يو الله ته معلوم دى او زړه مې ددې معصوم ماشوم څخه د سرسيورى اخيستونكي ته بې شماره ښيراوې وكړې او وې ويل چې الله دې دهرظالم ، جابراو افغان ونيو ځكونكو ته دغسې حالت وښايي چې خپلې ميندې ورباندې بورې،ښځې ورباندې كونډې او بچيان ورباندې يتيمان شي، دا خو يو مثال دى كه دهلمند ، قندهار، زابل ، او ارزګان ولايت لـه خلكو وپوښتل شي چې څه حال دى نو ضرور به ووايي چې داسې ورځ او داسې شپه دې حرامه شي چې يرغلګرو په كښې په دې بې ګڼاه ملت بمباري نه كوى ، خپل يو هلمندي ملګري راته ووئيل : يوه شپه امريكائى يرغلګرو دقندهار ولايت په پنجوائى ولسوالۍ په داسې وخت كښې چورلكې راكوزې كړې چې ټول خلك په درانده خوب ويده ول ، په دې وخت امريكائى يرغلګرو دچورلكو په واسطه ټوله سيمه رڼا كړله او د چورلكو نه ئې په ځمكه په هر خوزيدونكى شي داسې ډزې وكړې چې دخلكو چرګان ، حيوانات او حتى د ونو خوزيدونكې پاڼې هم سورۍ سورۍ كړې او د خلكو دكورونو بامونه ئې هم د غلبيل په شان سورى سورى كړل او داسې عام وژنه ئې وكړه چې تول خلك يې د موقتى خوب څخه په ابدى خوب ويده كړل ، د امريكايانو او نورو يرغلګرو ځواكونو دا ظلمونه هر يو كه وليكل شي نو زه وايم چې كتابونه به پرې ډك شي خو زه په دې حقيقت تراوسه پوه نه شوم چې افغانان ولې د دغسې يرغلګرو په مقابل كښې دخپلو مظلومو شهيدانو ، يتيمانو ،كونډو او بورو كسات نه اخلي او بيا هم ددغه وحشي ځناورو سره دڅو ډالرو په مقابل كښې خپل سر او مال د هغوي لپاره قرباني كوي ، او د بش په لار روان دي . په اخر كښې ټولو هغو افغانانو ته چې دكفر او دكفري ځواك سره ملګرى دى د اسلام دعوت وركوم او ورنه غواړم چې نور دا كړيدلې اولس مه كړوئ هم دومره وينې يې بس دي چې يې توى شوې دخپلو مظلومو وروڼو د وژلو په ځاې خپل مغرور او ظالم دښمنان و پيژنئ او لـه منځه يې يوسئ .