کانديدان بايد دعلي اباد روغتون ته يوړل شي

ليکوال :سليم فاروق
افغانستان کې اوسمهال چې د ټولټاکنو کمپاين ښه په زور کې روان دی  او کانديدان د خپلو عکسونو او پوسترونو په خپرولو په مليونونو ډالر لګوي ، د افغانستان په ډول د يوه وروسته پاتې هېواد ته  يوه ستره اقتصادي ضربه ده ، چې اوسمهال پرې واردېږي.
په يوه داسې هېواد کې چې ولس د غریب کارو او مزدورانو له لامله يې په چوکونو کې هر سهار ځای نه وي هر سهار که د کابل پلخشتي جومات مخې او يا د ميرويس ميدان يا کوټه سنګي چوک ته لاړ شئ نو وبه ګورﺉ چې په سلګونو مزدوران په کې د يوه سرمايه دار سره د کار لپاره په انتظار کې ناست وي ، هغه مزدوران چې هر سهار خپل وږي ماشومان په کور کې پرېږدي او تر ټولو مخکې يادو شويو ځايونو ته ځان رسوي ، تر څو که کوم سرمايه دار يې له ځان سره د مزدورۍ لپاره بوځي ، په داسې حال کې يې هم کانديدان نه پرېږدي ، تېره ورځ يوه تلويزيون ته يو غریبکار په مرکه کې وويل چې له کانديدانو څخه يو تن راغی او ويلې يې چې کار ته مو بيايو ، کله چې يې له دې ځايه څخه يو زيات شمېر مزدوران په موټر کې له ځانه سره پورته کړل ، نو د عيدګاه جومات ته يې يوړل او هلته يې کوز کړل ، بيا يې ورته خپله وينا پيل او له غریب او بېچاره مزدورانو څخه يې وغوښتل تر څو چې د نوموړي لپاره کمپاين وکړي ، هغه وايی چې د وينا په پای کې يې مونږ ته يو کس معرفي کړ ، چې دا به مو کار ته يوسې او یا به پيسې در کړي خو هغه هم په چل کې ځان پټ او مونږ يې هم په هغه ورځ له کار وايستو او زمونږ ټوله ورځ يې را خرابه کړه .
زمونږ کانديدان چې د ولس سره د همکارۍ او د ولس له غمه ځانونه مړه ښيي ، ولې له ولس سره داسې رويه کوي؟ ولې هغه پيسې چې په پوسترونو يې لګوي په هغه ملت چې تقريباً ۶ مليونه خلک يې د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي مرسته نه کوي.
په کابل کې د جمعې په يوه ورځ د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د دروازې خواته د ماشومانو د سبق وېلو په ډول اوازونه پورته شول ، ما له ځان سره فکر وکړ ، چې دا څنګه دا ماشومان دومره په لوړ اواز سبق وايی ، خو ما هم سنت پوره کړل او بهر راووتم چې ګورم نو د جومات مخې د سوالګرو ماشومانواو ښځو له لاسه ځای نه او ټولو په يو اواز چغې وهلې چې د الله لپاره بېګاه ته يوه مړۍ ډوډۍ نه لرم ، يو څو روپۍ را کړه چې ماشومانو ته پرې ډوډۍ واخلم ، دا يواځينی جومات نه و ، چې ما وليد بلکې که د کابل هر جومات ته لاړشئ نو د جمعې ورځ خو هسې هم ده خو په نورو ورځو کې هم د کابل يو جومات هم له سوالګرو څخه خالي نه وي.
خو که زمونږ د معظمو کانديدانو انځورونو او پوسترونو ته وګورﺉ نو هر يو يې له درې څلور سوه افغانيو څخه نيولې تر زرګونو ډالرو لوړ ارزښت لري ، خو زمونږ دا کانديدان چې په دې نه پوهېږي چې د چا چې زه خوښ يم هغه ماته له دې پوستر څخه پرته هم رايه راکوي ، نو هغه به د افغانستان په اداره کولو څه وپوهېږي ، هغه به دومره ستر هېواد او دومره سترې ستونزې څنګه حل کړي ، هغه چې د ولس په دې فقر او بېچارګۍ حالت کې خپلې پیسې په هغه کاغذونو او پوسترونو لګوي چې د څو ثانيو لپاره وي ، له هغه څه تمه کېده شي چې هغه دې د رييس جمهور کېدو په وخت له خپل ولس سره مرسته وکړي.
د انتخاباتو دکميسون مشر عزيزالله لودين د کانديدانو په اړه ويلې و چې که سړی د عصبي ناروغيو ډاکټر نه وي نو فکر کوي چې دا ځيني کانديدان  لېوني دي او بايد د علي اباد د لېونيانو روغتون ته يوړل شي ، ځکه اساسي قانون وايي چې کانديدان بايد مشهور خلک وي او اسلام او يا ملي ارزښتونو ته په سپکاوي تورن نه وي مګر زمونږ کانديدان دا ډول نه دي او ګڼو کاندديدانو دا ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.[1]
د نړيوالو راپورونو له مخې په هغو مرستو کې چې افغانستان سره کېږي په يو ډالر کې يواځې ۱۳ سېنټه چې ۱۳ افغانۍ هم نه کېږي ، اصل ځای ته ځي.
که يو سړک جوړېږي ، نولومړی چې له وزارت سره خبره کېږي ، نو د هغه وزارت چارواکي په کې خپله شيريني واخلي ، له وزارته چې راتېر شي نو قراردادي په کې خپله شيرني بېله واخلي او دا قرادادي يې په بل شرکت خرڅ کړي او همداسې دا تجارت روان وي ، تر څو چې د هغه سړک يو کیلومتر په يو مليون ډالر پرېوځې.
زمونږ کانديدانو که په رښتيا هم له ولس سره خواخوږي لرلای نو نن به ولې تر ۴۰ زيات کانديدانو ځانونه کانديدولې. د امريکا په ډول هېواد کې چې اقتصاد يې په هغه کچه لوړ دی ، چې خپلې پيسې خپله ځان ته چاپ کوي ، ټول مصنوعات يې خپل دي، پر بل چا تکيه نه لري ، په داسې هېواد کې يواځې دوه تنه ځان کانديدوي تر څو جمهوري رياست ته ورسېږي ، مګر د افغانستان په ډول هېواد کې چې وګړي يې د لوږې له لاسه مازيګر څملې ، د ونو پاڼې خوري ، جامې نه لري ، ماشومان او ښځې يې ګدايي کوي له څلوېښتو تنو څخه زيات ځانونه کانديدوي.
په اوسمهال کې چې ۴۱ کانديدان دي نو د دوی تر ټولو ضعيف او غریب کانديدان که په خپل کمپيان تر ټولو کم مصرف وکړي ، نو يو مليون ډالر خو خامخا مصرفوي ، نو که ۴۱ کانديدان يو مليون ډالر مصرف کړي ، نو ۴۱ مليونه ډالر شول ، که دا ۴۱ مليونه ډالر هغه بېچاره ولس ته ورکړي ، چې د لوږې له لاسه خپل اولادونه خرڅوي ، هغه ولس ته چې د کابل د قمبر د څلور لارې په کمپونو کې د سورۍ سورۍ خېمې لاندې ناروغ پراته دي او د دوا لپاره پیسې نه لري ، د ماشومانو لپاره پيزار نه لري ښه به وي او که په هغو بېهوده انځورونو چې هر څوک په لاره تېرېږي او لاندې يې ګوزاروي.
تاسو به د کانديدانو په لومړۍ ورځ کمپاين ليدلی وي ، چې د هېڅ کانديد انځور په کابل کې روغ پاتې نه شو له ټولو انځورونو سره خلکو د خپل زړه مينه وښودله او هغه دا چې له عکس څخه به يې سترګې وېستلې وې او نور عکس به يې نيم کړی و .
چې ټول کانديدان په دې پوه شي چې زما له عکسونو او انځورونو سره ولس دا ډول رويه کوي ، يا د ټاکنيز کمپاين او د مليونونو ډالرو مصرف پايله دا ده ، نو بيا خپل ځان په ولس په زور محبوبول او يا ولس ته ځان نږدې کوله څه معنی لري؟

[1] د عزيزالله لودين خبرې په لاندې لینک کې کتلی شئ http://www.channelnewsasia.com/stories/afp_asiapacific/view/435722/1/.html