د((افغان رساله)) اداره  دقدرت الله حداد دادبي او کولتوري څېړنيزو هلو ځلو په درنښت غونډه کوي

افغان رساله ( افغان پوست ) دهېواد دعلمي ،تاريخي ،ادبي او کلتوري شخصيتونو دنمانځنې او يادونې په لړ کښې داځل دافغان ملي ټولنې په همکارۍ دافغانستان دپېژندل شوي ،ملي ،سياسي او ادبي شخصيت ښاغلي قدرت الله حداد فرهاد دادبي ،کلتوري څېړنو ،هڅو او خدمتونو ددرنښت په وياړ دامريکا دويرجنيا په ايالت کښې  پرتمينه غونډه کوي . له ټولو ښاغليو ،پوهانو ،ليکوالو او شاعرانو څخه هيله کيږي ،چې خپل مطالب ،مقالې او خاطرې  دروان کال 2008 د اپريل تر 30 مې نېټې پورې دافغان رسالې ادارې ته ور وليږي . په دې سره به دعلمي ،کلتوري او ادبي هستيو درناوى وشي . تاسو په دې پته اړيکې ټينگولاى شئ  - مننه   افغان رساله / AFGHAN POST  آدرس : P. O. Box 30074  1027 Finch Avenue West,  Toronto, Ontario, M3J 3L6  CANADA تلیفون : (905) 472 - 9081 فکس: (905) 472 – 4684  بریښنالیک :: afghanpost@rogers.com ویب پاڼه : www.afghanpost.com