
د طالبانو لخوا روهي وېب پاڼې ته رالېږل شوې اعلاميه په پاکستان کې دحکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې دتړون په هکله دافغانستان داسلامي امارت دریځ 2008-06-07م په پاکستان کې دسولي تړون په بشپړه توګه په هغه هیواد پوري اړه لري اوسوله چې دنړۍ په هره برخه کې رامنځته کیږي دانسانانو په ګټه ده ،داچې په افغانستان کې بهرنی قوتونه اویاهم په نړۍ کې اسلام دښمنه قوتونه ددې سولې مخالفت کوي اوپه افغانستان کې دجهادي فعا لیتونودزیات والي سبب بولي، داپه بشپړه تو ګه بې اساسه اوله حقیقت نه لیري اد عاده. په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال را په دې خوا هرکال تر بل تیر کال مقاومت دبهرنیوځواکونودظلمونوپه مقابل کې شدت پیداکوي چې په دې سلسله کې ۲۰۰۷کال دښمن ته ترټولو خونړی اودډیرو پیښو شاهد وو اوعام ذهنیت اواټکل داووچې په ۲۰۰۸کال کې به داشغال ګروقوتونو پرضد مقاومت لاقوت پیداکوې چې همداسی وشول. داسلامی امارت دطرحه شوي پلان له مخې به ددښمن په خلاف مسلح جهاد نور هم شدت پیداکړي دکابل ناکامه اداره اودهغوی بهرني ملاتړي داخبره دڅووجوهاتو له امله راپورته کوي : (۱)اشغال ګرقوتونه اودهغوی ملاتړي په افغانستان کې درسوا کونکي شکست سره مخامخ دي، اوس غواړي چې دداډول تبلیغاتو له لارې دافغانانو اونړۍ والو توجه بل لورته واړ وي او په دې توګه افغاني مقاومت ضعیفه ښکا ره کړي. (۲)دښمن په سیمه اوافغانستان کې دخپل پیل کړي تبلیغاتي جنګ دګرم ساتلو اوعامه ذهنیت دمصرو فولو په خاطر په لوی لاس داډول موضوعات دخپل کمپاین دکامیابو لو په موخه استعما لوي. (۳)اشغال ګر قوتونه غواړي : چې افغانانو ته پاکستان په یو تیري کونکي دښمن معرفي کړي اوپه دې تو ګه دخپل موجودیت اشغال اوبقا له پاره عامه ذهنیت آماده کړي. (۴)داچې پاکستان په نړۍ کې یوازنی اسلامي اټمي قوت دی، دامریکا په مشرۍ اسلام ضدقوتونه هڅه کوي چی په همدې پلمو اوبهانو په دې اسلامي هیواد کې مداخلوته لاره هواره کړي اوبالاخره دغه اسلامي هیواد ضعیفه کړي. (۵ )امریکا اودهغوی ملګري په افغانستان کې دسخت مشکل اونه اټکلیدونکي مقاومت سره مخامخ شول اوس غوا ړي چې دنړۍ نور حکو متونه په یوه او بله بها نه دځان ملګر تیا او دمسلمانانو ځپلوته وهڅوي په همدې سلسله کې زیار باسي چې دپاکستان نوی حکومت اوسیاسي ډلي هم تر دباو او پشارلاندې راولي ترڅویي په افغانستان کې دځان په ګټه لازیات استعمال کړي. دافغانستان اسلامی امارت دپاکستان په شمول دنړۍ له هیوادونواوازادواولسونوڅخه هیله لري: چې خپلې فیصلې دي دخپلوملي ګټوپه رڼاکې له هرډول بهرني فشارپرته ترسره کوي، امریکااوګوډاګیان یي په افغانستان کې له یوه سخت تاریخي شکست سره مخامخ دي چی همداشکست به یي په ټوله نړۍ کې داستکباري سیاست دشکست پیلامه وی. انشاالله تعالی، وماذالک علی الله بعزیز اعلاميه د رسنيو د اصولو له مخې خپره شوه که دولت په دې اړه اعلاميه لري نو روهي وېب پاڼې ته دې راولېږي روهي وېب پاڼه به يې په ورين تندي خپره کړي.