
ولسمشر سخت سړی دی!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
له هر څه وړاندې د يو افغان په توګه په دې اعتراف کوم، چې هېواد مو له يو سخت تاريخي پړاو تيريږي. بدمرغه جګړه افغان بچيان وژني. د طالب او ترهګر په نوم امريکايۍ وسلو او الوتکو تنکي ځوانان خاورې کړل او د حکومتي کس او سرتيري په نوم د طالب په لاس شوې وسلې نسل وژنه پيل کړې ده. د جګړې په ليکو کې ولس هم يا د هوايي بمبار او حکومتي عملياتو قرباني وي او يا هم د طالبانو د بريدنو او چاودنو.
له دغه امنيتي ناخوالو وراېخوا؛ د ادارې فساد، جنايي پېښو، هدفي وژنو، غربت، بي کارۍ او نورو بدبختيو د افغانانو ژوند ور تريخ کړی دی.
دلته رسم داسې شوی دی، چې که چېرې د يو کس په غاښ هم درد شي نو ملامت په کې ولسمشر وي. مونږ نه وايو، چې د ولسمشر ټولې کړنې له الف تر يا مثبتې دي. ولسمشر انسان دی؛ تېروتنې يې کړي، په چارو کې ناکام شوی، پرېکړو يې منفي اغېز کړی او ښايي چې ولس ته د بدبختۍ د يوې برخې لامل هم وي. د ولس نيوکې هم تر ډېره بي ځايه نه دي، چې د خپل درد په چيغه کې د ولسمشر نوم اخلي. د حضرت عمر فاروق (رض) په څېر واکمنۍ کې بايد امير او مشر د خپل رعايت درد ته لاس رسی او درمل پيدا کړي.
اوس که فرض کړو چې افغانستان د سل سلنه بدبختيو او دسيسو څخه يې پنځوس سلنه تجربه کوي او په همدې پار ولسمشر غني ملامت ګڼو، نو بيا بايد په دې احتمال هم خبرې وشي، چې که په همدې وضعيت کې بل يې ځای ناستی وای، نو لېرې نه وه چې اتيا او يا سل سلنه همدغه مصيبتونه به مو تجربه کړي وای.
ولسمشر د افغانستان اقتصاد په بنسټيز ډول راپورته کړ، د جنرال دوستم، ډاکتر عبدالله عبدالله، حکمتيار، عطا محمد نور، محمد محقق او نور د واک وږي يې بې واکه او بې صلاحيته کړل، د نړيوالو مرستو او ملاتړ په کمېدو سره يې دومره وکړای شول، چې تر نن يې نظام وساتلو او هغه تعبيرونه يې دروغ ثابت کړل، چې ګواکي څلور مياشتې به هم حکومت ونه شي کړی.
ولسمشر د واک انحصار نه دی کړی، بلکې چارې يې په لاس کې اخېستې دي. آيا د کابل په خټينو کوڅو کې تر زنګونو په خټو ککړ مزل هم د واک انحصار دی؟
دا چې عطا يې والي نه کړی، عبدالله يې لومړی وزير نه کړ، دوستم يې د ملېشه وو مشر نه کړ، ولسمشر انحصار وکړ؟
ولسمشر سخت سړی دی. سخت په دې مانا چې زړه يې تيږه ګرځېدلی دی، بلکې د زړه غوښې يې په کې اوبه شوې. ولسمشر د امريکا، روسيې، ايران، پاکستان، طالب، شمال ټلوالې، غاصيبنو، زورواکو او خپلسرو پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده.
که ملاتړ يې وشي، نو افغانستان ژغورنه به وګوري.