
له طالبانو سره د ښاغلي کرزي، عطا او نورو غلو خواخوږي د خپلو پانګو ساتل دي که څنګه؟ ښايي له غني سره يې د پټې وښکاره دښمنۍ غوټه له همدغه ټکي سرچينه اخېستې وي.
ښاغلي کرزي به ويل ((هر څه چې کوئ، همدلته يې ولګوئ، خو بهر يې مه وړئ))، خو اوس جوته شوه چې نوموړي خپله پانګه بهر وړې ده او پر خپلې خبره ختلی دی.
استاذ سياف به ويل:
پخوانی مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه کافر دی او زه لاسونه نه ورکوم. که مې لاسونه ورکړل، نو داسې وانګېرئ چې زه به لېونی شوی يم او يا به مې خپله حافظه له لاسه ورکړې وي.
خو نن ګورو چې نه لېونی دی او نه يې حافظه له لاسه ورکړې. د امريکا شنه ډالرو ته روغ رمټ دی. د رسنيو پر بنسټ نوموړي ورته مېلمستيا هم کړې وه او پر پښو ورته پرېوتی وو.
د کفر اطلاق سخته خبره ده، خو زموږ ځينو جهادي مشرانو ته عادي خبره وه. نن ګورو چې هماغه مفسرين ومحدثينو شنو ډالرو ته ځانونه ټينګ نه کړل او له هر چا پرې زيات همدوی شخوند وهي، نو د بلخ له بېسواده امپراتور او هسې تش په نوم له کاغذي اتلانو به سړی څه ګيله وکړي چې د جهاد او نورو پلمو يې د ملت شتمني چور کړه او د اسلامي ارزښتونو واک هم د ځان ګڼي.
اوس د ښاغلي کرزي خوښه چې خپله پانګه هېواد ته راوړي او کنه؟
د ايماني واخلاقي شاهکارۍ وياړ به ده ته پرېږدو چې څه کوي؟
ډيليمېل: کرزی د دوبۍ سرمايهداره امپراتور
http://www.dawatmedia24.com/روانې-چارې،-خبرونه،-راپورنه/ډیلي%e2%80%8cمېل-کرزی-د-دوبۍ-سرمایه%e2%80%8cداره-امپ/
Karzai's brother made $1m from Dubai deal financed by Kabul Bank
https://www.smh.com.au/world/karzais-brother-made-1m-from-dubai-deal-financed-by-kabul-bank-20100908-151as.html
WikiLeaks: Afghan vice-president 'landed in Dubai with $52m in cash'