ډاکټر عبدالله بيا د ولسمشر غني پر وړاندې ماته خوري!

ډاکټر عبدالله بيا د ولسمشر غني پر وړاندې ماته خوري!
داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

تېره ورځ د حکومت د اوسني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې او همپالنې په نوم د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ټاکنيزې ډلې په يوې اعلاميې کې د سولې په پار د مشورتي لويې جرګې سره پرېکون اعلان کړ.

دوی وويل چې دغه لويه جرګه د افغانستان د موجوده ستونزو د حل لار نه شي کېدای او په ځانګړي ډول د سولې په پار ګتوره نه ده. د عبدالله ډلې بله ګيله دا وه، چې د مشورتي لويې جرګې په اړه له دوی سره سلا - مشورې نه دې شوې.

لومړی خو بايد دا ووايو، چې د لويې جرګې جوړېدل د ولسمشر قانون صلاحيت دی، د ډاکټر عبدالله عبدداله، جنرال دوستم، کريم خليلي او يا ورته نور کسانو په پرېکون او ګډون يې مشروعيت او قانونيت نه شي زيانمن کېدای. اساسي قانون حکم کوي:
"درېیم څپرکی: جمهور رئیس، پنځه شپېتمه (۶۵) ماده، لومړۍ فقره: جمهور رئیس کولای شي په مهمو ملي، سیاسي، ټولنیزو او یا اقتصادي چارو کې د افغانستان د خلکو ټولپوښتنې ته مراجعه وکړي.

درېیم څپرکی: جمهور رئیس، څلور شپېتمه (۶۴) ماده اوومه فقره: ۷- ولسمشر ددې اساسي قانون په (نهه شپېتمه) ماده کې له راغلي حالت پرته، د لویې جرګې د راغوښتلو صلاحيت لري."

نو پورته مادو ته په کتو د قانون له اړخه ولسمشر د لويې جرګې د جوړېدو قانوني صلاحيت لري او له کومې قانوني ستونزې سره نه مخ کيږي.

اوس چې ډاکټر عبدالله عبدالله او ټپله يې د لويې جرګې جوړېدو سره مخالت ښيي او ګډون په کې نه کوي، لومړی قانون تر پښو لاندې کوي او په څرګنده د ولسمشر د هغه صلاحيت څخه سرغړونه ده چې د هېواد اساسي قانون ورکړی دی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله څرګندونې او دليلونه په خپل منځ کې سره په ټکر کې دي؛
نوموړي لومړی دليل دا دی چې مشورتي لويه جرګه د هېواد د ګټو او د سولې په پار ګټوره او مثبته نه ده. دويم؛ له دوی سره پرې سلا - مشورې نه دي شوې. يانې که چېرې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لويې مشورتي جرګې په اړه سلا - مشوره شوې وای، نو همدغه جرګه به مثبته او د هېواد په پار ګتوره وای.

د ډاکټر عبدالله عبدالله له پرېکون وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وويل، چې دوی کولی شي خپلې ګيلې او شکايتونه له ولسمشر غني سره شريک کړي او ستونزې حل کړي.

د افغانستان په وروستي ۱۹ کلن سياست او په ځانګړي ډول د ملي يووالي حکومت کې، د ډاکټر عبدالله عبدالله سياست يو څه ماشومانه او احساستي ښکاري. دی ډېر ځلې خپلې ګيلي له رسنيو شريکې کړې دي، خو وروسته يې قناعت کړی او راضي شوی دی.

د ولسمشر غني د سياست پر وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله يو ځل بيا له دوه ماتو يوه ومني:
۱- شونتيا داسې ده، چې ولسمشر غني به له ولسمشر غني سره وګوري او قناعت به ورکړي، چې خپلې ګيلې يې پاکې او ګډون وکړي. که چېرې ولسمشر غني په دې بريالی شي او ډاکټر عبدالله ته قناعت ورکړي، نو نوموړی به ګډون وکړي او د خپلو پلويانو ترمنځ به يو ځل بيا د معامله کوونکي او احساساتي مشر په توګه وپېژندل شي.

۲- که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون ونه کړي نو بيا به يې هم هغه سياست له لاس ورکړی وي، چې د پنځوس سلنه ادعا په کې وي. د هېواد له ۳۴ ولايتونو به تر درېيو زره مشران، ښځې، ځوانان، مدني فعالان برخه ولري، خو ډاکټر عبدالله به خپل کور کېط ناست وي او د ټلويزون په پرده به يې ګوري.