غزل

باران غوندې ورېږه ، جل وهلي يو جانانه
په شونډو مو غوړېږه ، جل وهلي يو جانانه
په ټکنده غرمه کې ګودرونه درته څارم
منګي پشان تويېږه ، جل وهلي يو جانانه
ساقي ستا په سخا پسې مو سترګې ووتلې
ساغر ساغر وېشېږه ، جل وهلي يو جانانه
مودې دي بلا شوې چې مو زړونه هوس نه کړي
په هر بند رانه تاوېږه ، جل وهلي يو جانانه
حيا له چا نه مه کړه ميکده ده خوبولي
نرۍ نرۍ ګډېږه ، جل وهلي يو جانانه