
لیکوالي یو سپېڅلی ـ محرکه فن دی. د ښې لیکوالۍ لپاره لومړۍ فکر وکړئ چې: څه ولیکئ؟ ولې یې ولیکئ؟ څنګه یې ولیکئ؟
سوژه(موضوع) وټاکئ، د سوژې له ټاکلو وروسته په ارامه فکر او قوي ارادې قلم راواخلئ، له هغه ځایه یې پیل کړئ چې ستاسو په خوښه وي. ستاسو د ژوند هر شېبه چې تېریږي د یوې پېښې او ژوند یو نوی تصویر جوړوي، کولای شئ همدغه تصویر په لیکلي انځور وړاندې کړئ. اسانه ده، لومړی خپلې او د نورو لیدلې او اورېدلې خاطرې ولیکئ، د ژوند په تجربو پسې مو قلم روان کړئ.
لیکلی متن په کراتو کراتو له ځان سره ولولئ؛ ترڅو سوچه شي او غلطۍ یې اصلاح شي. لیکلی متن د یوه تجربه لرونکي لیکوال سره شریک کړئ، مشورو ته یې غوږ ونیسئ او د لیکلو پرمهال یې عملي کړئ.
د لیکوالۍ په بهیر کې څو ټکي په یاد لرل اړین دي:
۱ـ د لیکوالۍ سره مینه درلودل
۲ـ لوړ ذوق او ریښتینولۍ ته پام کول
۳ـ فکري ارامښت
۴ـ فکري تحرک (خوځنده فکر)
۵ـ ذهني تمرکز
۶ غښتلی صبر
۷ـ په ځان باور درلودل
۸ـ د سوژې ټاکل
۹ـ په لیکنه پیل
۱۰ـ لیکنې تمرین
۱۱ـ پراخه مطالعه کول (د لویو لیکوالو او فکر خاوندانو د کتابونو په ژوره توګه لوستل).
۱۲ـ که لیکوالي د ادب په برخه کې وي، پراخه مطالعه کول، په عملي ـ ادبي غونډو، بهیرونو، بنډارونو او کنفرانسونو کې ګډون کول.
په پورته یادو ټکو سربېره، هغه هڅې چې لیکوال د لیکوالۍ په ډګر کې بریالی څرګندوي، تمرین کړئ. یاد ټکي چې چا په پام کې ونیول، زه په ډاډه زړه ورته وایم چې ته لیکوال یې.
شفیع الله حقیار