د سبا ستوری


کله چې،
شپه په خلاصېدو شي
او د شپې تيارې
خپلې لمنې را ټولول شروع کړي
نو،
هلته لره
د اسمان په لمن کښې
يو ځلېدونکۍ ستورۍ
راښکاره شي
ستورۍ،
چې نړۍ ته
د نوي سحر
او د رڼا
زيری راوړي
دی ستوري ته خلک
د سبا ستوری وائي
ولې
هېڅ څوک نه پوهېږي چې،
دا ستورۍپه خپله
ولې،
د رڼا د خپرېدو سره سم
چېرته لاړ شي او،
ځان پټ کړي
ښکاري چې،
د رڼا سره ئې
نه وي جوړه
او يا دا چې،
د رڼا
د دۀ سره
نه وي جوړه
او يا دا چې
د دۀ په نصيب کښې
تل،
تيارې ليکل شوی وي
پېښور ، پښتونخواه ١٦/١٠/ ٢٠١٠ م٠ق٠مين