راځه پسرليه

ګلونـــــه مه راوړه ،يو ګل راوړه
خــــبر د يار مـــــې د کابل راوړه
راځه سپرليه چې،راځې خو دا ځل
ها غنچه خوله، زلفې سنبل راوړه
چې سپېلنئ ورته دنيا ,دنيا کړم
تور ئې اوربل او هم اور بل راوړه
درته وږمې که خپلې کمې ښکاري
څه مې د يار نه په کوم چل راوړه
چې سنګدلي ئې بې ځوابه نشي
ما ته هم زړۀ ،دکاڼي بل راوړه
زۀ به په دار درته ولاړ اوسېږم
تۀ مې د يار د زلفو ول راوړه
چا ورته چنګ او چا رباب مئينه!
تۀ هم يو ښه شېرين غزل راوړه
ق٠مين
پېښور ١٢/٤/٢٠١٠ م٠