زما سپوږمۍ

_________
د اسمان ستوري ئې را غونډ وو،ټول بېګا،سپوږمۍ
ترې ئې پوښتل چې، زۀ يم ښکلی او که ها،سپوږمۍ
ځان ئې په ورېځو کښې کړ پټ او بيا ئې داسې وويل
دا روښنائي کوي د لاندې،بيا د چــــــــــــــا سپوږمۍ؟
زۀ پوهېدم چې سپوږمۍ چاته اشاره کولــــــــــه
ځکه مې پټه کړه په غېږ کښې،ترېنه، دا سپوږمۍ
مخ دی بل خوا کړه، هسې نه چې په نظر مو نکړې
زۀ دی ته ګورم او دا ما ته ، په خندا، سپوږمۍ
که تا ته نه ګورم سپوږمۍ، ګوره خفه چې نه شې
تۀ د هر چا ئې خو، هغه ده بس زمــــــا سپوږمۍ
دی خو په مخ زلفې خورې کړې خو،دا تا څه وکړل؟
د وصال شپه وه ،خوار مين دی کړ رسوا، سپوږمۍ
پېښور ١١/٦/٢٠١٠ م٠ق٠مين