
روهي( دوه نۍ/۱۹ د وري)، د امریکا په شکاګو ښار کې دوه تنو په خلکو باندې په یو پارک کې ډزې کړی دي چې ۴ ماشومان په کې وژل شوي او ۲۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
دا پېښه داسې وخت رامینځته شوې ده چې ماشومان په خپلو مینځو کې په لوبو کولو لګیا وو چې دوه کسانو له خوا ورباندې ډزې وشوې.
په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده چې د روغتیا حالت یې نازک ښودل شوی.
سرچینې وایی کله چې پولیسو هڅه وکړه چې ډزې کوونکي ونیسي نو هغوي په پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې ۵ پولیس هم ټپیان شوي دي. چې د پولیسو په ځوابي برید کې دواړه ډزې کوونکي وژل شوی دي.