دوه نيم متره مار يې له اورمېږ تاو وو او ۳۶ کلنه ميرمن يې ووژله

روهي (جمعه/۱۰ د لړم)، د امريکا په اندېانا ښار کې تېره شپه يو ميرمن هغه وخت په خپل کور مړه وموندل شوه چې له اورميږ يې دوه نيم متره اوږد مار تاو شوی وو.

په انديانا کې په دغه اپارتمان کې تر ۱۴۰ ماران چې ۲۰ په کې د وژل شوې ميرمنې وو او د مارانو ساتنه به يې کوله.
 
پوليسو ا مالومات نه دي ورکړي چې ياده ميرمن د مار چيچلو او که د نوموړې په اورميږ د مار تاوېدلو له امله وژل شوې ده.