روهي(یوه نۍ/۸ د مرغومی)، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې مایا په تېښته وه، خو خوشحاله وه. مایا د خیبر پښتونخوا د نوښار سیمې اوسېدونکې وه، داسې یوه سیمه چې د دودونو پر ضد چلن پکې نه زغمل کېږي. خو مایا له دود سره سمه نه وه، ځکه چې نرښځۍ وه. مایا هلک زېږېدلی و، خو ځان یې ښځه ګڼلو او د ښځو په څېر یې ژوند کاوه. مایا د کورني تاوتریخوالي له لاسه درې ځله له خپله کوره وتښتېده او لېرې ځایونو ته ولاړه. دې ځایونو کې خوشحاله وه او د نرښځیو له ټولنې سره یو ځای اوسېده. خو بیا هم مایا پرېکړه وکړه چې پېښور ته کډه شي، چې خپلې کورنۍ سره نژدې وي. د هغې د ماشومتوب ملګرې محک خان وایي، کاش پوهېدلی چې څه به کېږي. د مایا کورنۍ پېښور کې د هغې ځای ځایګی مالوم کړ. په یوه میاشت کې دننه مایا مړه وه. پولیس شک لري ورور او تره یې هغه وژلې ده، خو دوی دواړه وایي چې په دې قضیه کې هېڅ لاس نلري. د بشري حقونو فعالان وایي، پولیسو د مایا په قضیه کې خورا ډېرې تېروتنې کړې دي او ښایي هېڅکله هم انصاف ونشي. دوی وایي، پاکستان کې د ګڼو وژلو شویو نرښځیو قضیې همداسې بې برخلیکه پرتې دي. په خیبر پښتونخوا کې نرښځې ځان یو دریم جنسیت ګڼي، چې ډېر کله ورته د (شي مېل) نوم کارېږي. له ۲۰۰۹ کال راهیسو د محاکمو ځینو پرېکړه دغه دریم جنسیت منلی دی، خو دې برخه کې د قانون پلي کول اوس هم یوه ننګونه ده.
وروستي