
داسې ښکاري چې د سولې په نوم ډرامه د پېنډۍ په پوځي قرارګاه کې د جوړې شوي سناریو سره سمه روانه ده . له دې امله د پنجاپی تروریستي – استعماري ادارې لومړی وزیر عمران خان هم د روانې د ډرامې څخه راضي ښکاري او غواړي چې یو ځل بیا د هجري شمسي اویایمو کلونو تراژیدي په افغانستان کې تکرار شي.
همدا خبره ده چې نوموړي دا دریم ځل دی چې د افغانستان د پاره په سرپرست یا موقت حکومت باندې د ( مشورې په توګه ؟) ټینګار کوي او هڅه کوي چې د سناریو دا برخه ( چې د ډرامې مهمه برخه ده) په افغانستان کې عملي کړي.
په دې کې شک نه شته چې د پېنډۍ د سناریو په تطبیق سره پنجاپی استعماري ـ تروریستي اداره هیڅ د لاسه نه ورکوي بلکې ډیر څه تر لاسه کوي او په مقابل کې افغانستان د یوې سترې ناخوالې سره مخامخ کیږي.
د بلې خوا کابل د امریکا متحده ایالاتو (د دې ډرامې د مهم لوبغاړي په توګه ) او د افغانستان د ستراتیژیک متحد په توګه د امریکا متحده ایالاتو څخه خوابدۍ شوی دی.
که ځیر شو د نوموړی ډرامې څخه لویدیز تر اوسه څه ندي تر لاسه کړي او نه به یې تر لاسه کړي مګر په مقابل کې د پنجاپی استعمار د پاره ځان ګټونکی ښکاري. هغه یو ځل بیا په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د لاندې کولو خوبونه ویني.
اوس لویدیز هم د پېنډۍ د سناریو څخه راضي نه ښکاري او هڅه کوي چې د غیر مستقیمه نیوکو له لارې د پنجاپ پام دې ته راواړوي چې پنجاپ باید په روانه ډرامه کې ټوله ګټه خپله نکړي بلکې لویدیز هم باید ددې لوبې څخه یو څه تر لاسه کړي.
د دې لوبې څخه داسې ښکاري چې پنجاپی استعمار د لویدیز د مجبوریتونو څخه په لوړه کچه استفاده کوي. د افغانستان په لوبه کې د پېنډۍ اصلی مهره د افغانستان په نظام کې د ننه لوټمارې او فاسدې کړۍ دي چې له دې لارې هم په کابل حکومت او هم په لویدیز باندې د فشار د الې په توګه کار اخلي .
دا څو میاشتې کیږي چې دا ډرامه روانه ده اوس ددې ډرامې نوي برخې نندارې ته وړاندې کیږي او د هغې له پاره لوبغاړي د کابل څخه ورځي. داسې ښکاري چې د ډارمې دا لوبغاړي تر ډیرې اندازې د پېنډۍ د سناریو لیکونکي او ډایریکټر د خوښې سره ټاکل کیږي.
په افغانستان کې یو شمیر لوټماره زورواکې کړۍ ( چې په دولت کې د پراخ نفوذ لرونکي دي) د افغان سیاستوالو او شخصیتونو تر نوم لاندې سره راټولیږي تر څو په افغانستان کې د سولې د راتګ تر چتر لاندې ، دا هیواد یو ځل بیا ( لکه د بن کنفرانس په شان ) افغانستان د تباهی کندې ته وغورځوي او په هیواد کې خپل واک ته د پخوا په شان دوام ورکړي.
دا کسان په هیواد کې د یوې ځانګړي لوټمارې طبقې استازیتوب کوي کوم چی په دې هیواد واک چلوي. دا طبقه د ځمکو غاصبین ، د نشه یی توکو مافیا، د کانونو مافیا ، فاسدو چارواکو او لوټمارانو څخه تشکیل شوي ده چې اوسنی په اصطلاح افغان سیاستوال او ټولنیز شخصیتونه د دوی په استازیتوب سره د د تش په نامه د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
دا کسان د خپلو ګټو د پاره، په هر ډول شرایطو کې د وطن د داخلی او بهرنیو دښمنانو سره لاسونه یو کوي ، د هیواد او خلکو په وړاندې د هر ډول خیانت او جنایت څخه ډډه نه کوي.
راځی هغه کسان چې غواړي په دې بهیر کې د هیواد د خلکو استازیتوب وکړي يو یو وګورو نو به معلومه شي چې د دوی څخه نوي سلنه د ګاونډیو هیوادونو مزدوران ، په هیواد کې په جرمونو او جنایتونو او لوټماریو کې فعاله ونډه لري. دا کړۍ ددې له پاره چې ځانونه د خلکو په نزد مثبت ښکاره کړي ځینې محدود کسان چی ملي رنګ لري هم د ځانه سره مله کوي.
له همدې امله افغانستان برخلیک یو ځل بیا د تورې ارتجاع له خوا ټاکل کیږی چې د هغې له امله دا هیواد به بیا د تباهی او نابودۍ کندې ته ولویږي.
د افغانستان ډیر خلک په دې ګومان دي چې هیواد د تباهی خواته روان دی او کیدای شی یو ځل بیا دا وطن په اورونو او لوګیو کې لولپه شي. نو ځکه دوی د راتلونکي په هکله تشویش کوي.
د افغانستان د تورې ارتجاع او د هغه سیمه ایز او نړیوال ملاتړو په افغانستان کې د سولې په نامه یوه خطرناکه ډرامه روانه کړي ده چې کیدای شي دا ډرامه افغانستان د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي.
باید ووایو چې هر هیواد په د ننه او بهر کې ستونزې لري او د هغه هیواد خلک او حکومت اړ دی چې د نوموړو ستونزو د اوارولو د پاره لازم پلانونه تر لاس لاندې ونیسي او هغه اوار کړي.
د افغانستان داخلي ستونزې، د اقتصادي ستونزو ، وزګارتیا ، نا امني او بې ثباتی په اړخ کې ،عبارت دي له:
لومړی: د لوټمارو او زور واکو ډلو حاکمیت :په افغانستان باندې د ایران او پنجاپی پاشیستی تروریستی استعماري ادارې د تیریو او مداخلو له امله دلته لوټمارې او زور واکي ډلې واکمنې شوي دي دوی د هیواد سیاسی ، اقتصادي او اداري واک تر لاسه کړی او یو فاسده دیکتاتوري اداره یې را منځته کړیده.
دا کړۍ د هیواد په طبعي شتمنیو او د خلکو په شتمنیو باندې خیټه اچولي ده او د خلکو وینې څښي. ددې کړیو هر یو وګړۍ میلیونر او یا میلیاردر شوی دی او په بیرحمانه توګه د خلکو زبیښاک او د وطن لوټ ته دوام ورکوي.
دا فاسدې کړۍ په هیواد کې د رښتیني دموکراسی د رامنځته کیدو او د هیواد د ابادی په لاره کې اصلي خنډ بلل کیږی . دوی د خپل واک د دوام د پاره د هیواد حالات بې ثباته کوي ، نا ارامي راولي او نه پریږدي چی خلک په ارامه او هوسا فضا کې ژوند وکړي . دا کړۍ د افغانستان د خلکو لومړنی درجه او یا اصلي دښمنان دي چې د افغانستان د خلکو د اکثریت بدمرغیو سبب کیږي.
دوم: پورتني لوټمارې کړۍ ددې له پاره چې د افغانستان واک او کنترول په لاس کې ولري خپلو بهرنیو بادارنو په مرسته زیار باسي چی په افغانستان کې واکمنۍ ته دوام ورکړي. دا کړۍ تر ډیره بریده د پنجاپی استعمار او ایراني پاشیزم ملاتړ د ځانه سره لري . باید ووایو چې نوموړي هیوادونه زیار باسي چې دا کړۍ په واک کې و اوسي او نه پریږدي چې افغانستان د پرمختګ او هوسایي خواته ولاړ شي.
پورتني هیوادونه دې کړیو ته خپل ټول امکانات په واک کې ورکوي تر څو ددوی په وسیله سره وکولی شي په افغانستان کې تل داخلي ستونزې رامنځته کړي او د یو پرمختللی افغانستان مخنیوی وکړي.
درېیم: د افغانستان د پاره بله ستونزه ، په دې هیواد کې د ایران ، پاکستان ، ازبکستان ، تاجکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو مستقیمه او یا غیر مستقیمه مداخله ده.
ایران او پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې مستقیمه مداخله کړي او په دې هیواد کې یې د جګړې اور بل کړی دی دې هیواد ته یې وسله والې ډلې را استولي او په دې هیواد کې یې د جګړې اور بل کړی دی. په ا فغانستان کې د ایران او پاکستان مداخله مستقیمه ، بربنډه او شرمونکي ده.
باید ووایو چې ایران او پاکستان په افغانستان کې د خپلو مزدورو کړیو له لارې مداخله او تیری کړی دی او ددې هیواد د تباهی او نا ارامی مهم علتونه بلل کیږي . په دې کې هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د دې هیوادونو مداخله نه ختمیدونکي ده.
دا هیوادونه د افغانستان په تباهی کې خپلي ستراتیژیکې ګټې ګوري.
اوس د افغانستان د خلکو او د دوی د داخلی او بهرنیو دښمنانو تر منځ سره کرښه ایستل شوي ده چې دواړه یو له بله سره بیلوي. د دوی تر منځ مبارزه روانه ده او دا مبارزه اوس نوي پړاو ته داخلیږي چې همدې مبارزې لوټماره طبقه ، داخلي ارتجاع ، د دوی سیمه ایز هیوادونه او نړیوال امپریالیزم ورخطا کړي دي. دوی دې ته هیڅ تیار نه دي چی د افغانستان خلک خپل برخلیک په خپله وټاکی .
د راولپنډی استعماري – تروریستي اداره ، لویدیز او کورنۍ فاسده لوټماره مافیا د یوه تور مثلث په ډول هڅه کوي چې د افغانستان راتلونکی برخلیک په خپله وټاکي. او پری نږدي چې افغانستان خلک د ابادی او دموکراسی خواته ولاړ شي.
باید ووایو چې د افغانستان خلکو تر منځ هیڅ کومه سیاسی ، مذهبي ، ژبنی او کلتوري ستونزه نه شته چې په هیواد کې د بې ثباتی عامل شي د افغانستان خلک متحد و او دي . دوی هیڅکله یو له بله د دښمنی روحیه نلري. خو د جګړي اصلی عامل په خپله دا تور مثلث دی چې په تیرو څلویښتو کلونو کې یې دا هیواد په کنډواله اړولی دی.
خو داسې ښکاري د افغانستان ضد د تور مثلث ناوړه پلان مخ په شنډیدو دی . ددی مثلث مهم لوبغاړي اوس وار په وار په شا کیږي او غواړي د تاکتیکي په شا کیدو له امله یو ځل بیا په دې بریالي شي چې په دې هیواد باندې خپل ناوړه پلانونه وتپي.
دا چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی د سولې تر نامه لاندې د روانې ډرامې په هکله د لویې مشورتي جرګې غوښتنه کړیده او هڅه کوي چې په دې هکله د خلکو دریز معلوم کړي او هم خلک وکولی شي خپل نظر ورکړي له دې امله اړینه ده:
که څه هم د ټولنیزو رسنیو په قول د افغانستان پخوانی اولسمشر حامد کرزي هڅه کوي چې د لویې جرګې په دایریدو کې ځنډ رامنځته شي.د رسنیو له مخې لومړی باید دا ډرامه پای ته ورسیږی او وروسته د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.
باید ووایو چې دا پلان د افغانستان د پاره خورا خطرناک دی. دا ځکه چې په دې ډرامه کې د کابل له خوا ډله به هر څه چې یې زړه وي همغسې معامله به وکړي او د دوی له پاره به د خلکو له خوا سره کرښه نه وي ورکړل شوي . دا ډله به یوازی او یوازی د لوټمارو کړیو او د هغوی د بادارانو ګټې خوندي کړي.
له همدې امله د افغانستان اولسمشر اشرف غنی باید د سولی مشورتی لویه جرګه په رښتینی مانا سره د خلکو د استازي د جرګي او د خلکو د نظر څرګندونکی په توګه رامنځته کړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تاریخ په شا نه ځي ، مګر کیدای شي اولسونه د توطیو او دسیسو ښکار شي. لکه چې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي بینین سیوان توطیه چې افغانستان یې ، د داکتر نجیب الله د استعفا څخه وروسته ، د پنجاپ استعماري – تروریستي ادارې په لمن کې ور واچوه او دا پنجاپ هم دا هیواد په کنډواله واړوه او د هیواد په هره کوڅه کې د وینو لښتي وبهیدل.
دا وروستۍ ډرامه هم د بینین سیوان د سناریو تکرار دی خو په بله بڼه او بدلو لوبغاړو سره. که چیرې د افغانستان خلک د خپله ځانه سیاسی هوښیاري په ډاګه کړي دا توطیه کولی شي شنډه کړي او ددې شرایطو څخه په خپله د افغانستان په ګټه کار واخلي.
نو ځکه باید:
د افغانستان اولس اوس یو ویښ اولس دی له همدې امله ده چې ددې اولس په وړاندې په کورنۍ او بهرنی توګه دسیسی او توطیې رامنځته کیږي. خو اوس پخوانی تاریخ نه تکرار کیږی او که تکرار هم شي هغه به د پنجاپي تروریستی – استعماري ادارې په زیان وي او په سیمه کې ډیر مثبت بدلونونه رامنځته شي.
حالات دا په ډاګه کوي چې د افغانستان راتلونکي روښانه ده او زورواکي کړۍ اوس په هیواد کې ځای نلري زورواکي اړ ده چې دا هیواد پریږدي، او که نه د بې پرې عادلانه محکمې سره به مخامخ شي.
او د بلې خوا په سیمه کې استعماری دولتونه لکه پنجاپی استعماری – تروریستي اداره او ایران د ماتیدو خواته روان دي د دوی عمرونه لنډ مګر افغانستان د خپل طبعي جوړښت له امله مستحکم او نه ماتیدونکی دی.
په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې حالات په بدلیدو دي:
په سیمه کې:
همدا خبره ده چې د افغانستان د ننه ، د سیمې او نړۍ بدلونونه د افغانستان د خلکو په ګټه دي او دا ددې سبب کیږي چې هیواد د موجوده ستونزو څخه په بریالیتوب سره راووځي.
د پورتنیو ټکو په یادولو سره دا څرګندیږی چې د پېنډۍ سناریو په واقعیتونو ولاړه نده او دا ډرامه به ونه کولی شي د افغانستان خلک او هیواد د تباهۍ سره مخامخ کړي. او د پېنډۍ سناریو حتما د ناکامی سره مخامخ کیږي.