ستر پښتون مشر او سیاستوال محمدعثمان شهادت ثابته کړه چې د ((عدم تشدد)) پالیسي یوه ((بیکاره او ناکامه)) پالیسي ده چې پښتانه یې د پنجاپ په وړاندې لاس تړلي مرییان ګرځولي دي.
همدا خبره ده چې په دې پالیسي باندې د سره کتنه وشي او د پنجاپ په وړاندې د ((باالمثل عمل)) پالیسي را منځته شي.
لوی پښتون مشر، سیاستوال او مبارز محمدعثمان کاکړ په مرموزه توګه شهید کړل شو، د هغو کورنۍ او اکثریت پښتانه ددې جرم او جنایت مسوولیت د پنجاب (پاکستان) په پټو سرویسونو وراړوي.
په دې نږدو کې د پښتنو نور نوموتي مشران او سیاستوالان لکه طاهر داوړ، سردار عارف وزیر، محمد ابراهیم لوڼي او په زرګونو نور پښتانه سیاستوال او مبارزین په مرموزه توګه شهیدان کړل شوي چې مسوولیت یې خلک په پټو سرویسونو وراچوي.
په داسې حال کې چې نوموړو مشرانو او مبارزینو په تیرو څو کلونو کې یوازې د پښتنو د بشري حقوقو د پاره غږونه پورته کړي او داسې څه یې نه دي ویلي چې د هغې له مخې د پنجاپی استعماري – تروریستي نظام ته کوم ګواښ ته متوجه وي.
دوی خپله پالیسي د ((عدم تشدد)) یا د خان عبدالغفارخان مطابق غوره کړي په لسګونو ځله یې دا په ډاګه کړي ده چې ګواکې دوی د ((پاکستان)) د ((ایین)) مطابق مبارزه کوي تر څو د پښتنو د پاره بشري حقوق غواړي.
دوی په خپلو غوښتنو کې یوه اصلي غوښتنه ((پښتون ته ژوندون غواړو)) مطرح کړي ده. دا یوه ډیره ابتدای غوښتنه ده یعنی یوازې ((ژوندون))، هغه هم چې په هره بڼه وي.
دا ځکه چې اوس د پنجاپ (پاکستان) تر حاکمیت لاندې پښتانه ددې لومړني حق څخه بې برخې دي. په سلګونو زره پښتانه د پاکستاني پوځ له خوا په ښکاره د وحشیانه عملیاتو په ترځ کې له منځه وړل شوي او یا له منځه وړل کیږي. د هغه په څنګ کې په لسګونو زره پښتانه ځوانان، روڼ اندی، مشران، سیاستوالان، دیني علما، مسلکي کسان تري تم کړل شوي او له منځه وړل شوي دی. د پښتنو دا ټولوژنه په ټولیزه توګه په چټکی سره روانه ده. د پښتنو کلي او کروندې تخریب شوي او یا له منځه وړل کیږي.
پنجاپ څه غواړي؟
د پښتنو په ضد د پنجاپ یوه موخه ده او هغه ښکاره موخه:
د پښتنو خاوره، بې له پښتنو څخه
ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره هغه مختلفې لارې او چارې مخته بیايی.
د پورتنیو اهدافو د تحقق د پاره، پنجاپ پراخه او سنجول شوي ستراتیژی رامنځته کړي ده تر څو هغه وکولی شي خپلې سترې موخې ته ورسیږي یعني:
د پښتنو خاوره، بې له پښتنو څخه
دا موخه ددې له پاره تعقیب کیږي تر څو پنجاپستان وکولی شي د پښتنو په خاوره کې په پریمانه شته طبعي منابعو باندې خیټه واچوي.
پنجاپ په دې پوهیږي چې په پښتنو کې د په پښتنو کې په طبعي منابعو باندې د خیټې اچولو د پاره اړینه ده چې پښتانه هم په فزیکي توګه او هم په رواني توګه وځپل شي.
اوس پښتون اولس د پنجاپ د سختو ګوزارونو لاندې دی. په پښتنو باندې پنجاپ د کیمیاوي وسلو په ګډون هر ډول درنده او سپکه وسله استعمال کړه. په سلګونو زره پښتانه یې له منځه یووړل او دا بهیر روان دی.
په دې ډول په پښتني میرمنو او پیغلو باندې پراخ جنسي تیري روان دي او روان و. په زرګونو پښتني پیغلو او میرمنو د پنجاپي عسکرو له خوا جنسي تیري شوي او په زرګونو د پښتنو ښځې د پنجاپي پوځیانو له خوا تښتول شوي او ترې د جنسي وینځو په توګه ترې کار اخیستل کیږي.
پښتني مشرتوب نه یوازې د پنجاپ تر کنترول لاندې سیمو کې له منځه وړل شوی دی بلکې په افغانستان کې هم په زرګونو پښتانه مشران د پاشیستي واکمنو کړیو په همکاریو سره له منځه وړل شوي دي او دا سلسله په ټولو پښتون میشته سیمو کې روانه ده.
په میلیونو پښتنو د پنجاپی ظلم او تیري له امله خپلې سیمې پریښي دي دوی د پنجاپستان تر واک لاندې مختلفو سیمو ته تللي دي او یا ځی چې هلته خپل پښتني هویت او غرور د لاسه ورکوي.
د پاکستان د تروریستی او استعماري ادارې تر رامنځته کیدو سره، د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه ده او دا جګړه چې مختلف اړخونه لکه (پوځي، اقتصادي، سیاسي، رواني، کلتوری، تعلیمي او نور) لري یوه شیبه دریدلي نده.
باید وویل شي چې د انګریزي استعمار لاندې د انګریزانو د وتلو سره سم پښتنو هم د هند او پاکستان په څنګ کې د (پښتونستان) خپلواک هیواد اعلان کړ او ددې هیواد مشر حاجي میرزالي خان د یوې لویې جرګې په ترځ وټاکل شو.
ددې عمل سره د (ازاد پښتونستان) بیرغ د پښتنو په اکثریت سیمو باندې ورپول شو. خو له بده مرغه کابل، اسلام اباد، تهران، لندن، امریکا او عربي هیوادونو د (ازاد پښتونستان) په وړاندې خنډونه رامنځته کړل. او د پنجاپ سره یې د پښتنو (پښتونستان) په ځپلو کې هر اړخیزه مرسته وکړه.
د ازاد پښتونستان غورځنګ څو لسیزې ښه په درز کې روان و خو د پښتون دښمنه استعمارچیانو له خوا په بیرحمانه توګه وځپل شو.
که څه هم د حاجي میرزالي خان په وفات سره دا غورځنګ د ستونزو سره مخامخ شو مګر بیا هم پښتون ژوندی قوم دی هغه په (خپله خاوره، خپل حاکمیت) غواړي.
همدا خبره ده چې اوسمهال د پښتنو مشرانو او سیاستوالو وژل او د پښتنو ځپل د پنجاپ له خوا په قوت سره روان دي. چې وروستۍ مثال یې د محمدعثمان کاکړ شهادت دی.
د پښتون لوی مشر عثمان کاکړ زوی (خوشال کاکړ) وویل: د عثمان لاله د شهادت مسوولیت د پاکستان دحکومت په غاړه دی.ده زیاته کړه:چې د پلار ویر هغه هیڅکله به په شا نکړي د هغه شهادت به ددې سبب شي چې پښتانه د خپلې ازادی د پاره له څنګه چې دده پلار مبارزه کوله نور هم خپله مبارزه ځواکمنه کړي.
بلې خواته د تحریک پاکستان طالبانو ویاند احسان الله احسان په ټولنیزو رسنیوکې څرګنده کړیده چې دوی ته جنرال بټ د ترور په لست کې د عثمان لاله نوم هم ورکړی و.
دا په دې مانا چې د پنجاپ پوځ د پښتنو سیاستوالو او مشرانو د ترور پالیسي مخته بیايی. د یادونې وړ ده چې دا پالیسي په افغانستان کې هم د متعصبو کړیو له خوا د پنجاپ سره په همغږۍ کې مخته بیول کیږي.
پښتانه او پنجاپی استعمار
که څه هم حاجی میرزالي خان د ازاد پښتونستان د پاره مبارزه په ښه ډول (د انګریزي استعمار او بیا د پنجاپی استعمار) په مخ بیوله خو د خدای خدمتګارو مشر خان عبدالغفار خان د پنجاپی استعمار د ځپلو څخه د ساتنې له پاره د ((عدم تشدد)) پالیسي رامنځته کړه. په همدې منظور یې د پاکستان د اساسي قانون په تدوین کې برخه واخیسته او د ده زوی عبدالولی خان د پاکستان د نافذه قوانینو په رڼا کې د ملي عوامي ګوند رامنځته کړ او په دې ډول یې د (ازاد پښتونستان) داعیې ته شا کړه. ولي خان او دده کورنی پښتانه د پاکستان په چوکاټ کې غواړي نه د یوه ازاد هیواد په توګه.
د ((عدم تشدد)) پالیسي ددې سبب شوه چې پښتانه د پنجاپ په وړاندې د هر ډول ورته عمل څخه راوګرځول او په دې ډول یې د پنجاپی استعمار د واک په ټینګښت کې مرسته ورسره وکړه.
نوموړي ګوند په پښتنو کې د پنجاپی پوځي ځپونکي عملیات ونه غندل بلکې برعکس هغه یې تایید کړل. په دې ډول هغوی د پنجاپ سره د پنجاپی استعمار د ناوړو موخو په تطبیق کې ښه مرستندویان ثابت شول.
د ولي باغ ((عدم تشدد)) پالیسي سره سره بیا هم پنجاپ د پښتنو ضد د ناوړې پالیسي څخه په شانه شو، بلکې د خپلې وحشیانه عملونو ته یې دوام ورکړ. د پښتنو طبعي منابع د پنجاپ تر کنترول لاندې راغلل په داسې حال کې چې پښتانه د خواری ژوند کوی مګر د پښتنو کانونه د پنجاپیانو له خوا لوټ کیږي.
اوس پښتانه د خپلو ټولو حقوقو (ژوند، امنیت، روغتیا، زده کړه ، مدني، سیاسي، کلتوري، ژبني...) څخه بې برخې دي. پښتانه نوموتي مشران لکه طاهر داوړ، محمد ارمان لوڼی، سردار عارف وزیر، محمد عثمان کاکړ او نور ځکه شهیدان او یا بندیان کیږي چې د پښتنو د پاره تر ټولو لومړنی حق (ژوندون) غواړي. خو پنجاپ دې ته هم حاضر ندی چې پښتنو ته د (ژوندون) حق ورکړي. نورحقوق لکه مدنی، سیاسي، اقتصادي خو لا تر اوسه د پښتنو له خوا غوښتل شوي ندي.
په داسې حال کې چې پښتانه به هغه وخت د ژوندون حق تر لاسه کړي تر هغه چې (ازاد پښتونستان) رامنځته شوی نه وي.
حالات مخته روان دي د پښتنو تر منځ یووالی د پخوا په نسبت ټینګیږي. د پښتنو سیاسي شعور لوړیږي او هغوی د ازادی د پاره په مختلفو مرکزونو راټولیږي. اوس د پښتنو ځوانانو له خوا د پنجاپ په ضد د ((عدم تشدد)) پالیسي رد شوي ده دوی د خپلو مشرانو څخه غواړي: (مشره: ته اشاره کوه، بیا یې تماشه کوه). یا په بل عبارت دوی تیار دي چې د پنجاپ د پوځي عملونو په وړاندې دوهم هم د زور څخه کار واخلي.
په میرامشاه ، کوټه، پیښور، سوات، دیره اسمعیل خان ، واڼه، خیبر دره، کراچي او نورو سیمو کې د پښتنو سترو غونډو (چې په لکونو خلکو د ښځو، بوډاګانو، ماشومانو پکې ګډون کړی و) دا ثابته کړه چې اوس د پښتنو څخه ستر سمندر جوړ شوی دی. دا سمندر اوس دې ته تیار دی چې د اسلام اباد او لاهور په لور ولاړ شي او د تل د پاره پنجاپي استعماري اداره ختمه کړي.
ددې غونډو په ترځ کې عملا دا ثابته شوه چې د ((عدم تشدد)) پالیسي اوس د پښتنو د پاره د منلو وړ نده بلکې هغوی ځانونه اړ بولي چې د پنجاپي استعمار د ((تشدد)) ځواب په ((تشدد)) سره ورکړي.
د پښتنو ځوانانو مغزونو مینځل:
د پښتنو په سیمو کې په روزنځایونو کې د پښتنو ځوانانو مغزونو منیځل کیږي او دوی داسې روحیه روزل کیږي چې په پښتني خاوره کې جګړه او ورانکاري ورته روا ښکاره شي او خپلو بیګناه پښتنو وژل ورته ښه کار جوت شي. د ټوپک ویشتل او وژل ور زده کول کیږي. دا ځوانان بیا د پنجاپ د پوځ تر کوماندې لاندې:
د پښتنو او نورو قومونو اړیکي:
پاکستان (پنجاپستان) یو استعماري اداره ده چې اصلي واک پکې د پنجاپیانو په لاس کې دی نور قومونه لکه بلوڅ، سندیان، کشمیریان او پښتانه تراستعمار لاندې ژوند کوی او د هر ډول مدني او سیاسي حقوقو بې برخې دي.
د پښتنو په څنګ کې د پورتنیو قومونو ټولوژنه روانه ده په سلګونو زره پښتانه، بلوڅان، سندیان اوکشمیریان تري تم شوی او د دوی طبعي منابع د پنجاپ له خوا لوټ کیږی. د دې قومونو له جملې څخه بلوڅان په منظمه توګه د ازادی د پاره جنګیږي او په دې لاره کې ډیرې سرښندنې کړي دي. ستر اتل محمد اکبر بګټی ښه مثال دی.
د بلوڅو مشران په ښکاره او څو څو ځله د پښتنو سیاستوالو څخه غوښتي دي چې د ازادی د پاره د دوی د وسله وال مقاومت سره یوځای شي تر څو په ګډه وکولی شي پنجاپ دې ته اړ کړي چې د دوی د قانوني حقوقو (د ازاد هیواد د درلودلو په ګډون) ته غاړه کیږدي.
په دې ډول سندیانو او کشمیریانو هم د پنجاپ ضد د پښتنو سره د یوه اتحاد د را منځته کیدو د پاره غږونه رامنځته کړي دي. دا غږونه ددې سبب شوی دی چې اکثریت پښتانه په دې ډاډه شي چې دوی د پنجاپ په ضد مبارزه کې یوازې نه دی.
همدا خبره ده چې د پښتنو اوسنی مشرتوب باید د (ازاد پښتونستان) د جوړیدو د پاره بلوڅانو، سندیانو، کشمیریانو اونورو قومونو سره پراخ د ازادی غورځنګ رامنځته کړي.
کابل ارګ او پښتونستان
د کابل ارګ د افغانستان ته د بریتانیا له خوا د نیول شوو ځمکو د بیرته ستنولو او یا د ازاد پښتونستان د جوړیدو په لار کې خنډ و او خنډ دی.
د کابل دربار تل هڅه کړیده چې لومړی انګریزان او بیا پنجاپیان د ځانه راضي وساتي. اوس د پنجاپ چارواکي د کابل سره د یوه ازاد هیواد په توګه چلند نه کوي د پنجاپ پوځ د افغانستان په مختلفو برخو کې د دولت په ضد په پټه عملیات کوي او بیا د خپلو عملیاتو څخه منکر کیږي. د کابل چارواکو ته تعجیز کونکي شرطونه ایږدي او نور.
د پنجاپ پوځیان کابل ته په پوځي الوتکو کې تګ راتګ کوي چې د نړیوالو نورمونو یو خلاف عمل دی.
دا کومه ناڅاپی خبره نه وه. کله چی برتانوی هند څخه انګریزانو د وتلو نیت ښکاره کړ. باید د کابل حکومت سمدلاسه د افغانستان څخه د بیلی شوي خاوری د بیرته یو ځای کولو د پاره عملی اقدام کړي وای.
مګر د کابل حکومت په همدې حقیقت باندی سترګي پټی او غوږونه کاڼه کړل. د کابل حکومت نه غوښتل چی د سیمی پښتانه په یوه او مستقل هیواد کی سره راغونډشی. دا ځکه چی د کابل دربار تر ډیری ا ندازی پورې د پښتنو ضد روحیه درلوده او اوس هم دا روحیه د کابل په ارګ کی حاکمه ده.
همدی امله پښتانه اړ شول چی خپل برخلیک په هکله یوه لویه جرګه راوغواړی او په دی ډول سره د برتانوی هند د ړنګیدو په صورت کی خپل ځای مشخص کړي.
د کابل شاهي حکومتونو د ازاد پښتونستان د رامنځته کیدو او یا د ډیورینډ د منحوسې کرښې د ړنګیدو د پاره کوم عمليتر ننه ددې سیمو د خپلواکي او د پخواني هیواد د یو ځای کولو د پاره کوم عملی اقدام کړی نه دی. بلکی د کابل شهزاده ګانو او پاچهانو د خپل واک د ټینګیدو د پاره یې انګریز او پنجاپ په وړاندې د اطاعت سرونه ټیټ کړي دي.
دا یو واقعیت دی چی کابل حکومت هیڅکله د رښتینی افغانستان وجود څخه د بیلو شوو خاورو د بیرته یو ځای کولو د پاره نه کوم پلان موجود و او نه تر اوسه موجود دی. د کابل واکمنان د پاره افغانستان یوازی او یوازې د امیر عبدالرحمن خان میراث دی.
همدا خبره ده چی د کابل سیاستونه په همدې نظریه (عبدالرحمن خان په میراث)کی راټولیږی.
باید ووایو چی د پښتونستان هیواد ورځ د جون یویشتمه نیټه ده چی لویی جرګی د بنو په ښار کی مطرح کړ.
که څه هم سردار محمد داود خان د خپل صدارت په دوران کې د ازاد پښتونستان د داعیې ملاتړ کړی و، او دا داعیه د افغانستان دخلک دموکراتیک ګوند په ډیر جدیت سره تعقیب کوله خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت د استعفا وروسته د کابل ادارې تر ننه پورې د پنجاپ د استعماري ادارې د غوښتنو او هدفونو سره سم حرکت کړی دی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د خلک دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدو څخه وروسته په افغانستان کې هغه ډلې واک ته ورسیدې چې په پاکستان او ایران کې جوړې شوي وې.
دوی عملا په کابل کې د پښتونستان بیرغ راکښته کړ. او د پښتونستان ډګر نوم یې په نوم باندې بدل کړ. په دولتي رسنیو کې یې د پښتونستان او د پښتنو او بلوڅو د حقوقو په هکله خپرونې بندې کړې.
په تیرو شلو کلونو کې د کابل ادارې تر ډیرې اندازې د پنجاپ د پالیسیو سره سم حرکت کړی دی.
د ازاد پښتونستان اعلان
باید ووایو چې د حاجي میرزالی خان او عبدالغفار خان د پالیسیو توپیر په ((ورته عمل)) او ((عدم تشدد)) کې و. خو بیا هم د دواړو پلویانو د پښتنو د سترو ګټو د پاره دواړو خواو د پاره د بنو په لویه جرګه کې ګډون وکړ.
جون په ۲۱ یې د بنو په ښار کې تاریخی لویه جرګه جوړه کړه. دا جرګه د پښتنو د ازادی د لارې د لوی مبارز حاجی میرزالی خان تر نظر لاندې جوړه او د پښتنو په تاریخ کې یی مهمې فیصلي وکړې.
په دی لویه جرګه کی (۲۱ جون ۱۹۴۷) د ډیورینډ د ها خو د ټولو پښتنو استازو، سیاستوالو او مشرانو ګډون کړي و. دی جرګی ته د افغانستان څخه هم زیات شمیر کسان ورغلی و. دا یوه فرمایشی جرګه نه وه بلکی یوه ولسی ملی لویه جرګه وه چی په سیمه کی یی د نوی هیواد د جوړیدو مفکوره رامنځته کړه.
باید وویل شي چې پنجاپستان نیږدې ۷۰ کاله عمر لري چې ورسره جوخت د ازاد پښتونستان هیواد وزیږید. مګر د پښتونستان تاریخ په ۷۰ کلونو پورې نه محدود کیږي.دا پښتیخا، پښتونخوا او نورو نومونو سره زرګونو کاله تاریخ لري چې هیڅوک ترې انکار نشي کولی.
لوی شاعر، قومي ملي مشر او مبارز بابا هوتک (هه۶۶۱-۷۴۰) د پښتونخوا ځوانان د مغولو د تاړاک په وړاندې مبارزی ته رابللي و، همدا مبارزه ددې سبب شوه چې په پښتونخوا د مغولانو د واکمنی د ټینګیدو مخنیوی وشي.
احمدشاه بابا یو ځل بیا د پښتونخوا (پښتونستان) پولې تر هنده ورسولې او کله چې د هند په تخت کیناست، هغه پښتونخوا د غرونو سرونو په یاد کې د ډیلي تخت هیر کړ.
پښتنو د بهرنیو ټولو تاړاک کونکو په وړاندې په خپل نوم او هویت سره د خپلې خاورې څخه ساتنه کړي ده. اوس هم د پنجاپي استعمار په وړاندې د مقاومت څخه لاس نه اخلي.
دا هیواد، بل هیواد نه دی دا هیواد زرګونو کاله تاریخ لری، نوم او هویت لری. دا هیواد به د پښتنو حکومت وي چی په اسلامی اوصولو ولاړ ازاد حکومت به وي چی په دموکراسی ولاړ او عدالت به پلی کیږی. نوموړی جرګی د ټولو پښتنو غږ پورته کړ.
باید ووایو چې:
د ټول پښتون لویه جرګه:
اوس حالاتو د هیواد په دننه او بهر کې بدلون موندلی دی نوځکه باید عمومي پالیسی باندې بیا کتنه وشي دا ځکه چې:
- په میلیونو پښتانه دخپلې ازادی او حقوقو د پاره د مبارزې ډګرته را دانګلي دي.
- اوس د نړیوالو پام هم د پښتنو ازادی غوښتونکو مبارزو ته اوښتی دی.
- د پښتنو پیوستون کې ټولنیزې رسنی ډیرې مهمې شوي دي.
- پښتنو تعلیم او پوهه زیاده شوي ده.
- پنجاپی استعمار اوس د هیواد په دننه او بهر کې ګوښه کړل شوی دی.
- د پنجاپی استعمار لاندې محکوم قومونه د ازادی د پاره راپورته شوي دي.
- د پنجاپ حکومت د سترو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی.
- د پنجاپ حکومت په نړیواله توګه د وس څخه وتلی پوروړی شوی دی.
- پنجاپ استعماري اداره د خپل حاکمیت دوام په جګړه، جبر، ظلم، قتل او تشدد کې ګوري.
- پنجاپي استعمار تروریزم خپله کورنی او بهرنی پالیسی په توګه غوره کړی دی.
لویه ریښتینی جرګه کولی شي د پښتنو مبارزې سره متحدې کړي او د پالیسیو لکه ((عدم تشدد)) یا ((د ازادی له پاره عادلانه جګړه)) په غوره کولو کې اقدام وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري.
تر ټولو مخکې اړینه ده چې د ټولو پښتنو لویه او سراسري جرګه جوړه شي. په دې جرګه کې باید د نړۍ د هر ګوټ څخه استازي ګډون وکړي دا جرګه کیدای شي په کوم اروپایی هیواد، هند، کاناډا او یا کوم بل هیواد کې جوړه شي. خو دا جرګه په کابل، یا د افغانستان په بله برخه کې نه شي جوړیدای. دا ځکه چې کابل د ازاد پښتونستان د جوړیدو او د پنجاپی استعمار د ړنګیدو مخالف دی. کابل د پنجاپ سره د هغه د ناوړو موخو ته په رسیدو کې مرسته کړي او کوي يي.
نو ځکه په دې جرګه کې باید د کابل د حکومت غړي وجود ونلري.
په دې جرګه کې باید په دې غور وشي:
دا جرګه باید نړیوالو ته اعلان وکړي چې پښتون اولس د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
دا جرګه لاندې موضوعاتو باندې غور وکړي:
د پښتنو نړیوال متحدین:
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران، پنجاپ، عرب، امریکا او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي
همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو تل په سیاسی، پوځي او اقتصادی توګه د پنجاپی استعماري نظام څخه ملاتړ کړی دي او په غیر مستقیمه توګه یی د ازاد پښتونستان د جوړیدو مخنیوی کړی دی.
عربی هیوادونه هم د پنجاپی استعمار متحدین ګڼل کیږي او دوی په خپلو اقتصادی مرستو سره د پنجاپ استعماری نظام ته د نسکوریدو څخه نجات ورکړی دی. دې هیوادونو تل د پښتنو په ضد ناوړه پلانونه عملی کړیدي.
چین هم په داسې حال چې کمونستی رژیم لري مګر بیا یی هم د پنجاپ سیاسی اقتصادي او پوځي ملاتړ کړی دی.
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي. پښتانه کولی شی په سیمه کې د نوي او مهم لوبغاړی په توګه د نړیوال سیاست ډګر ته داخیل شی.
پښتانه کولی شي د روسیې، جرمني، فرانسې، هند، جاپان، استرالیا، ترکیه، اسراییل، کانادا او نورو وړو او سترو هیوادونو سره په خپلو اړیکو یو وار بیا کتنه وکړي او د ازاد پښتونستان د جوړیدو او تقویې د پاره د دوی سره اړیکي تنظیم کړي.
د پښتنو متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي.
ازاد پښتونستان د نړی د ستر قدرت په توګه:
د پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکی ده او د هغی ملاتړ زیاتیږي.
د پښتونستان په جوړیدو سره د نړی په سیاسی، اقتصادی او امنیتی معادلاتو کی بدلون را منځته کیږی هغه پښتونستان چی په وچه کی به راګیر نه وي او د ډیرو طبعی منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چی د سیمی په سیاست کی به لومړی خبره همدا هیواد کوي.
باید ووایو چی ازاد پښتونستان هیواد کیدای شي په راتلونکي کې د افغانستان او بلوچستان سره د کنفیدریشن په چوکاټ کې خپلی اړیکي تنظیم کړي.
ازاد پښتونستان په جوړیدو سره کیدای شي په ډیره لږه موده کې په ستر نړیوال قدرت باندې بدل شي.
له دې امله ویلی شو:
د ((عدم تشدد)) پالیسي ددې سبب شوه چې پښتانه د پنجاپیانو مرییان شي او د پښتنو څخه دا غیرت واخلي چې د ظلم، تیري او اشغال په وړاندې پاڅي او یو خپل مستقل هیواد رامنځته کړي.
یو شمیر ناپوه او یا مغرض پښتانه سیاستوال د پنجاپی استعمار په وړاندې د ((عدم تشدد)) پالیسي او د ((د پاکستان د ایین منل)) خبرو کول د پښتنو سره خیانت او هغه لسګونو زرو پښتنو سره چې د پنجاپ پوځ له خوا په شهادت رسیدلي، تښتول شوي، په میرمنو تیری شوی او یا تښتول شوي وی،جفا ده. د دوی دا ډول شعارونه د پښتنو د مرییتوب د دوام سبب ګرځي.
دا پالیسي اوس باید یوې خواته کیښودل شي او په ځای یې د پنجاپ استعماري ادارې په وړاندې (د ورته عمل) پالیسي اختیار شي.
پښتانه حق لري چې د خپلو روا حقوقو (د ازاد هیواد درلودلو د حق په ګډون) د تر لاسه کولو د پاره د پنجاپي سامراج په وړاندې عادلانه او سراسری جګړه پیل کړي.
اوس هغه مهال دی چې د احمدشاه بابا د وخت په شان د پښتنو ټول قومونه، قومي لښکرې جوړې کړي د ټولو هغه امکاناتو سره چې دوی یې لري په پنجاپي پوځ او ادارو باندې بریدونه پیل او د پښتنو ټوله خاوره د پنجاپ د اشغال څخه خلاصه کړي او په ټول هیواد د (ازاد پښتونستان) بیرغونه ورپوي.
د ازادی د عادلانه جګړې څخه د نړۍ ټول اولسونه ملاتړ کوي. د ازادی د جګړې له پاره د هیواد دننه اوبهر ملاتړ رامنځته کیږي او دهغه بری حتمي دی.