اسلام اباد  که  کابل، چا وګټله؟

د پنجاپستان لومړی وزیر عمران خان نیازی د کابل په بلنه افغانستان  ته راغی  او په دې سفر کې به عمران خان نیازی  د دولت د چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي. 
 
 دواړو خواو  په هغو زړو اوتو بوتو باندې(  پرویز مشرف او حامد کرزی په شان ) دوی هم سر شول ، چې په تیرو نږدې شلو کلونو کې د کابل  او اسلام اباد تر منځ روانې دي.
 
 د کابل او عمران خان  په خبرو اترو کې داسې څه نه و ، چې د افغانستان د خلکو پام ځانته واړوي. داسې ښکاره شوه چې عمران خان د کابل د ګټې د پاره د ځانه سره څه نه درلودل.
 
د ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې معلومیږي چې د افغانستان خلک ددې سفر سره کومه علاقه نلري. او نه ورته د مثبتې پایلې انتظار ایسته. ددې سفر په وړاندې د هیواد خلکو سخت غبرګنونه وښودل.
 
په  کابل کې د خلکو د غبرګونو د مخنیوي د پاره یې عامه رخصتي اعلان کړه تر څو کابل ښاریان ونه کولی شي د عمران د راتلو په ترځ کې خنډونه رامنځته نکړي.
 
 په تیرو شلو کلونو کې پرویز مشرف او د پنجاپستان نورو چارواکو په لسګونو وارو کابل ته سفرونه کړي دي او په مقابل کې د کابل چارواکي هم په لسګونو واره پنجاپستان ته تللي او په ځينو موضوعاتو باندې یې تکراري خبرې کړي دي چې یوه یې د افغانستان د پاره مثبته پایله نه درلوده.
 
د عمران خان دا سفر به هم د افغانستان د پاره د تیرو سفرونو په شان کومه پایله ونلري. بلکې د پنجاپ د پاره به ګټور تمام شي.
 
په دې کې شک نشته چې په پنجاپستان ( پاکستان ) کې د واک اصلی واګې د پوځ په لاس کې دي د دې هیواد ملکي ادارې د ځانه  کوم نوښت نه شي کولی. او نه کوم تصمیم نیولی شي.
 
اصلی پوښتنې دادي:
 ددې سفر څخه د کابل موخه څه وه؟ 
او د عمران خان څخه څه غوښتل؟
ایا د کابل واکمنانو غوښتنی د پنجاپ څخه ملی دي او که  بل څه؟
په مقابل کې عمران خان به د کابل څخه څه وغوښتل؟ 
د عمران خان د خبرو څخه داسې ښکاریده چې دوی غواړي د ګډو کمیسیونو له لارې غواړي د کابل امنیتی دفاعی ځواکونه کنترول کړي او په دې ډول وکولی شي پنجاپستان خپلو ستراتیژیکو موخو ته ځان نږدې کړي.
 
داسې ښکاري چې د عمران خان ددې سفر څخه څه لاسته نه راوړل بلکې عمران خان نړی ته وښودله چې دوی د تروریزم څخه ملاتړ نه  کوي او نه هغوی په افغانستان کې مداخله نه کوي او د افغانستان د جګړې او نا ارامیو شاته  دي.. په دې ډول ده د کابل د واکمنانو په خولو کې خبرې ور وچې کړې.
 
کابل  ونه کولی شول ددې سفر څخه خپلې موخې ته ورسيد بلکې  د پخوا  په شان به کابل ته د پنجاپی استازو سفرونه او یا د کابل استازو سفرونه تل د پنجاپ په ګټه او د افغانستان په زیان تمام شي.
 
د پنجاپستان د استعماري – تروریستی ادارې په جوړیدو سره د هغه دولت پوځي او سیاسی ستراتیژستانو د کابل په وړاندې د ډیرې اوږدې مودې  د پاره پالیسي او ستراتیژي جوړه کړي او د هغه د تطبیق د پاره په منظمه ډول کار کوي.
 
په تیرو اویاو کلونو کې ، که چیرې د پنجاپستان په حکومتونو کې بدلون راغلی دی خو د هر نوي حکومت پالیسی د افغانستان په ضد هغه اړ دی چې هغه د اویاو کلونو مخکې پالیسي تطبیق کړي. د اسلام اباد ټول چارواکي اړ دي چې هغه ستراتیژي چې د کابل په وړاندې د محمد علی جناح په وخت کې ترتیب کړي ده تطبیق کړي.
 
عمران خان هم د هغوی سلسله ده چې د افغانستان په وړاندې په خپله پالیسي او ستراتیژي کې یو ویښته بدلون هم نشي راوستلی. مګر هغه به د پنجاپی حکومت د دقیقې سنجول شوي دیپلوماسي څخه په استفادې سره د کابل څخه ډک لاسونه اسلام اباد ته وګرځي. او هغه څه چې یې د جګړې او مداخلې په  ډګر کې د لاسه ورکړي دي بیرته د کابل چارواکو سره په مذاکراتو او خبرو کې تر لاسه کړي.
 
خو په دې کې شک نه شته چې هر ډول معامله چې د ارګ او پنجاپستان تر منځ کیږي د پخوانیو معاملو په شان ، د افغانستان او په  تیره بیا د پښتنو په زیان تمامیږي.
 
کابل د پنجاپستان او د ډیورینډ د منحوسې کرښې په وړاندې کومه ټاکلي او سنجول شوي پالیسی نلري. کابل تر ډیرې اندازې په خپلو بهرنیو کړنو او په تیره بیا د پنجاپستان په وړاندې کوم دقیق ستراتیژیک اهداف او پالیسي نلري بلکې تل هڅه کوي چې د پنجاپستان د موخو او پالیسیو سره سم حرکت کوي.یعنی د ځینو محافظه کارو سیاستوالو په اصطلاح سره، نه غواړي پاکستان د افغانستان په وړاندې تحریک کړل شي.
 
په دې کې شک نشته چې پنجاپستان د افغانستان بشپړه تباهی غواړي  او ددې موخې د پاره یې نږدې څلویښت کاله په مختلفو نومونو جګړه روانه کړي ده . په دې حقیقت باندې د افغانستان ټول خلک او نړیوال پوهیږي.
 
دا جګړه په مختلفو نومونو ، پلمو او بڼو سره تر سره کیږی ، چې پنجاپی پوځ ددې جګړې اصلي مخته بیونکی او اکمال کونکی دی. داسې جګړه به نه وي چې په هغه کې پنجاپی پوځی  افسر او یا کارکونکی پکې نه وي وژل شوی. په وروستیو  جګړو کې په سلګونو د پنجاپ جنرالان او پوځيان ووژل شول او د دوی مړي پنجاپستان ته ولیږدول شول. دا بهیر روان دی.
 
باید ووایو چې د پنجاپستان د پوځ په تلفاتو باندې (د نامعلومو دلایلو له مخې کابل او) پنجاپ سترګې پټوي او په دې توګه په دې خونړي او تیري کونکي تروریستي جګړه باندې پړده اچول کیږي. ددې جګړې قربانیان د افغانستان خلک دي.
 
د افغانستان پوځ یو وطندوست او انقلابی پوځ دی او دا نه پریږدي چې افغانستان د پنجاپستان د تیریو ، توطیو او مداخلو قربانی شي بلکې په ډیره سر ښندنه یې ددې هیواد بیرغ لوړ ساتلی دی.
 
د فبروري په ۲۵ د وزیرستان په میرامشاه د پښتنو ستره غونډه ، چې په هغه په سلګونو زرو پښتنو په کې ګډون کړی و ، یو ځل بیا د (لر او بر شعار) ورکړل شو چې د نورو غونډو په شان ټولو ګډونکونکوو په ځوږ سره بدرګه کړ. دوی ټولو د ډیورینډ د منحوسې کرښې په وړاندې غږ پورته کړ.
 
د میرامشاه غونډې یو ځل بیا ثابته کړه چې د افغانستان خلک ( لر او بر ) د اغزن تار په وسیله نه سره بیلیږي.
 
د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تار چې د ډیورینډ په منحوسه کرښه  ( ښایي د کابل په پټه موافقه او همکاری سره ) اغزن تار وغزوه او د پښتنو د پاره یې پاسپورټ او ویزه جبري کړه.
 
د پنجاپستان پالیسي د افغانستان په وړاندې:

  • د افغانستان د مرکزي دولت په وړاندې مخالفو وسله وال ډلو رامنځته کول  او د هغو حمایه
  • په افغانستان کې د جګړو او نا ارامیو د پاره لمن وهل
  • په افغانستان باندې پوځي فشار او مداخله
  • د کابل په حکومت کې د لاسپوڅو ځای په ځای کول
  • د داخلی او بهرنیو لاسوهنو تر سره کولو سره د افغانستان د پرمختګ په لاره کې خنډونو را پیدا کول
  • په افغانستان کې د پښتنو ( چې ددې هیواد د ملاتر تیر جوړوي ) په بیرحمانه توګه ځپل
  • په افغانستان کې د پښتنو په وړاندې د لږکیو توکمونو تحریکول
  • د ډیورینډ د ها خوا او د افغانستان د خلکو تر منځ د اړیکو شکول
  • او د افغانستان پټ اشغال 
  •  
    د پورتني پالیسي په رڼا کې: 
    تر اوسه پنجاپستان خپل وروستي هدف ته ندی رسیدلی ، خو د هغه په نزد یو شمیر کوچنیو موخې یې تر لاسه کړیدی دي لکه:
  • د ډاکټر نجیب الله د حکومت د استعفا وروسته  په کابل کې داسې حالت رامنځته  شو چې تر ډیره بریده د پنجاپ د موخو سره سم کابل او ټول افغانستان لوټې لوټې شو.
  • پنجاپستان د افغانستان په ضد د جګړې په لومړی پړاو کې ( د افغانستان پوځ او د هغه جګړه ایز تخنیک ) یې له منځه یوړ. د کابل اداره یې ړنګه کړه .
  • د افغانستان په ضد پالیسي له مخې پنجاپ وکولی شول ، د امریکا په مالی   او افغان بیکاره ادارې  له امله د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تار وغزوه او په دې ډول یې لوی پښتون اولس عملا سره بیل کړ.
  • د ډیورینډ  د کرښې په اوږدو کې یې پوځي چاوڼۍ جوړې کړې او په دې ډول سره یې خپل دفاعي سیستم ځواکمن کړ
  • د ازاد قبایلو سیمه یې چې د حقوقي لحاظه خود مختاره وه په اسلام اباد پورې وتړله
  • اوس یې د قبایلو د سیمې ټول کانونه هم تر خپل کنترول لاندې راوستل
  •  
    باید وویل شي چې په وروستیو لسو کلونو کې شرایط د پنجاپ په  ګټه نه څرخیږي ، په نړیواله سویه پنجاپستان ګوښه شوی دی اوس په ټوله نړۍ کې خلکو او دولتونو ته دا جوته  شوي ده چې دا هیواد د نړیوال تروریزم څخه په خپله ګټه کار اخلي او هم د تروریستي پالیسي په بنسټ سره د هیواد په داخل کې خلک ځپي.په نړیوال سویه د ستر فشار سره مخامخ دی . عربی هیوادونو ځانونه ترې څنګ ته کړ ، امریکا هم په دې پوهه شوي ده چې پنجاپستان د هغه د ګټو سره سم حرکت نه کوي . چین هم اوس د واټن په نیولو کې دی.
     
    د بلې خوا پنجاپستان د داخلی فشار سره مخامخ دی . پښتانه ، بلوڅان ، سندیان ، کشمیریان او نور محکوم ملتونه نه غواړي د پنجاپی پوځ تر واک لاندې ژوند وکړي.
     
    په تیرو اویاو کلونو کې کابل د پنجاپستان په وړاندې کومه سنجول شوي پالیسي نه درلوده بلکې تر ډیرې اندازې کابل چارواکو هڅه کړیده چې د خپلو واکمنیو په ټینګیدو د پاره ، د افغانستان ملي ګټو ته شا کړیده او په دې ډول یې د افغانستان ملي ګټو ته ډیر زیان رسولی دی. 
     
    د کابل ارګ ته اړینه وه او ده چې:
    د پنجاپستان په وړاندې داسې پالیسي او دیپلوماسي رامنځته کړي چې د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي:
  • دا پالیسي باید د پنجاپ د پالیسي ځواب وي او په ورته عمل باندې ولاړه وي.
  • تر هغې چې پنجاپ د افغانستان په ضد خپله جګړه درولي نه وي باید خپلو اړیکو باندې د سره پاملرنه وکړي ، دا په دې مانا چې خپلې اړیکي ورسره غوڅې کړي .
  • په نړیوال ډګر او په ځانګړي توګه د پنجاپ سره اړیکي باید په ملي ګټو متکي واوسي. 
  • د پنجاپ په وړاندې په اړیکو کې د پښتونستان ازادي او د ډیورینډ منحوسې کرښې له منځه وړل باید سره کرښه و اوسي.
  • د پنجاپی استعمار لاندې د محکومو قومونو د  ازادي غوښتونکو غورځنګونو ملاتړ وکړي
  • په نړیواله سویه د پنجاپ تروریستی او مداخله کونکی سیاست افشا کړي.
  • په داخلي سویه ، په افغانستان کې د پنجاپ مزدورو ډلو په وړاندې او د پنجاپ د مداخلو په وړاندې ملي حرکت رامنځته کړي. 
  • د پنجاپ د هر ډول  تخریبی عمل په وړاندې دوه چنده برابر عمل سره ځواب ورکړي.
  •  
    عمران خان کابل ته راغی، دا چې دده د خبرو اجندا څه وه  او دده لیدنو او کتنو سناریو به څه ډول ترتیب شوي وه  ، خو هغه څه چې ښکاره دي:
  • د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی، هیڅکله عمران خان ته د پنجاپستان د مستقیمو تیریو ، مداخلو ، بریدونو او چاودنو په هکله څه و نه ویل. 
  • هیڅکله به د ډیورینډ د منحوسې کرښې په هکله یې کومه یادونه ونکړه او د پنجاپ له خوا د افغانستان د اشغال شوو سیمو په هکله  یادونه ونکړه. 
  • هیڅکله به د افغانستان په ضد د پنجاپی پوځ له خوا د رامنځته شوو ډلو ، حمایه او ملاتړ په هکله به څه ورته ونه ویل.
  • د پنجاپی پوځ له خوا د پښتنو او بلوڅو د ټولوژنې په هکله یې څه ونه ویل
  • د په اسلام اباد پورې به د قبایلو د سیمو د انضمام په هکله یادونه ونکړه
  • د پنجاپ له خوا د پښتونخوا د طبعي منابعو د غصب او لوټ په هکله چوپ پاتې شو. 
  •  
    مګر د کابل چارواکي به د پخوا په شان  د عمران خان سره په کتنه کې وویل:
    هغه چې ټولې د پنجاپ په ګټه دي:
  • افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دي.
  • پنجاپ دې په قطر کې د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.
  • په افغانستان کې سوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده
  • د دواړو هیوادونو تر منځ به په اقتصادي همکاریو باندې ټينګار وکړي. 
  • په ډیوریند کرښه به (د باډر مینیجمینټ) په هکله به یې څه ویلي وي. 
  • د تش په نوم تروریزم په هکله به معلومات به شریک کوي 
  • او داسې نور
  •  
    د کابل څخه د کتنې په مهال به یو شمیر د کابل اداری اړوند او یا  به اصطلاح سیاسی او قومی شخصیتونه هڅه کوله چې د عمران خان سره لیدنه وکړي  او حتی د هغه سره ګډ عکسونه واخلي او په دې ډول به په غیر مستقیمه توګه د پنجاپ سره به خپله دوستي او ملګرتیا په ډاګه کړي.
     
    د بلې خوا د عمران خان ملګري پوځیان او سیاسی ماهرین به د کابل دولت حالت په دقیقه توګه ارزیابی کړي او راټول کړي او د افغانستان په وړاندې به یې استعمال کړي.
     
    خو ایا کابل ښاریان دا منلی شي چې هره ورځ د پنجاپستان د مداخلو او تیریو له امله په سلګونو ددې هیواد خلک وژل کیږي؟ 
    د افغانستان نږدې اکثریت خلک د پاکستان (پنجاپستان) هیواد ته د دښمن په سترګه کتل کیږي او دوی دا ټکي ښه درک کوي چې په افغانستان هر د وینو څاڅکی چې توییږي په هغه کې د پنجاپ لاس موجود وي.
     
    د افغانستان ثبات او امنیت د داخل څخه خراب شوی نه دی او نه روانه  جګړه داخلي جګړه ده چې د جګړې دوه  لوري یو له بله سره د خبرو له لارې موافقې ته ورسیږي . په افغانستان کې د ر وانې جګړې اصلي اړخ د پنجاپ پوځ او د هغه په اړخ کې نور د سیمې او نړیوال هیوادونه دي.
     
    په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو په وینو د پنجاپ د پوځ او دولت د چاواکو لاسونه سره دي او هره ورځ د دې مظلوم اولس وینې د پنجاپی استعمار له خوا تویول کیږي مګر بیا هم د کابل مشران دې ته تیار یږي چې د پنجابی پوځ  او دولت مشران کابل ته  راوبولي او د هغوی په ویاړ د کابل په واټونو د پاکستان بیرغونه ځړول کیږي. 
     
    د کابل په واټونو د پاکستان د بیرغونو ځړول د هغو میلیونو شهیدانو وینو او د هغو کورنیو ته توهین دی چې د کابل ادارې له خوا تر سره شول.
     
    باید ووایو چې حالات بدلیږي د پنجاپی استعمار ستنې اوس په لړزیدو دي دا هیواد د سیاسي ، اقتصادي او امنیتی بحران سره مخامخ دی او دا هیواد اوس د ړنګیدو خواته روان دی.
     
    د کابل اوسنی اداره نشي کولی د پاکستان اداره د حتمی ړنګیدو څخه وساتي ، لکه چې پخوا په بحراني حالاتو کې کابل تل اسلام اباد ته د حتمی له منځه تللو څخه نجات ورکړي چې دا کار یې د هند او پاکستان په جګړو او د بنګله دیش د ازادی په مهال کې تر سره کړی دی.
     
     د کابل حکومت ته اړینه وه:
  • عمران خان ته په زغرده د افغانستان په ضد د جګړې د بندولو غوښتنه وکړي
  • د ډیورینډ په کرښه اغزن تار لیرې کړي
  • د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د ویزې او پاسپورت شته والی  له منځه یووسي
  • د پښتنو او بلوڅو د قومونو د بیرحمانه ځپلو په وړاندې د افغانستان د اعتراض مراتب وړاندې کړي
  • عمران خان دې ته وهڅوي چې د پښتنو او بلوڅو حقوقو ته غاړه کیږدي
  • او داسې نور 
  •  
    خو داسې ښکاره شوه  چې د عمران خانه ددې سفر څخه کابل تشه لمن پاتې  شو ، هغه کومه ګټه ونکړه بلکې د افغانستان د خلکو او د ډیورینډ  د منحوسې کرښې ها خوا خلکو ته سپک شو.
     
    ددې لیدنې څخه دا نتیجه تر لاسه کیږي چې : د افغانستان د بهرني سیاست چلونکي وړ کسان ندي له دې امله اړینه ده چې د اړونده ارګانونو مشران باید عاجل له دندو ګوښه  کړل شي.
     
    په سیمه کې حالات په بدلیدو دي د پنجاپستان کرغیړنه څيره اوسه ټولو ته معلومه ده دا استعماري – تروریستي اداره اوس د ړنګیدو په حال کې ده. پنجاپستان به ړنګیږي ، دا د پنجاپستان د داخلی ، سیمې او نړی د حالاتوغوښتنه ده.