افغانستان،  د بریا – تباهی پر کرښه



افغانستان اوس د بریا او یا تباهی پر کرښه ولاړ دی.   ډیر امکان لری چې افغانستان د تباهی خواته ولاړ شي او دا هیواد یو ځل په کنډواله باندې بدل شي.   
 
که محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر  د ځانګړی مهارت څخه کار واخلي امکان لري راتلونکي تباهي په کامیابي بدله شي.
 
په رښتیا هم ځینې داخلي او بهرني عوامل دي چې د هغو څخه په کار اخیستلو سره پنجاپ (پاکستان) او د دې هیواد نور دښمن هیوادونه  کولی شي کابل تباه کړي:
 
داخلي عوامل:
  • د کابل ادارې اکثریت کلیدي چارواکي،  بیکاره،  فاسد،  بې تعلیمه او بې تجربې او حتی کیدای شي د وطن دښمنه کړیو سره د پټو او ښکاره اړیکو لرونکي وي.
  • د کابل  اداره نشي کولی د فاسدو چارواکو په درلودلو سره،  خلکو ته وړ خدمتونه برابر کړي.
  • په اداره کې پخوانۍ فاسدې او جنایتکاره کړۍ واکمنې دي دا کړۍ نه پریږدي چې یوه وړ اداره رامنځته شي چې د هغه مثالونه ډیر دي.
  • ملی عوایدو ډیره برخه د پورتنیو وطن دښمنه،  فاسدو کړیو له خوا لوټ کیږي او دولت د سترو ستونزو سره مخامخ کیږي.
  • د افغانستان ولسمشر  محمد اشرف تر ډیره بریده د پخواني ولسمشر  حامد کرزي پالیسي (د زورواکانو د خوشالولو او امتیازاتو ورکولو پالیسی) مخته بیايي. همدا خبره ده چې اوس د افغانستان ولسمشر  په خلکو کې خپل ملاتړ د لاسه ورکړ.
  • اوسنی ولسمشر  د زورواکانو او جنایتکارانو په وړاندې اداري اوصول او نافذه قوانین نه تطبیق کوي بلکې دا جنایتکاران کولی شي په ازادانه توګه هر ډول بي قانوني تر سره کړي.
  • د افغانستان ځینې ادارې چې د افغانستان د بهرنی امنیت  په اړوند کار کوي داسې ښکاري چې دوی د پنجاپ او تهران د ګټو ساتونکي دي.
  •  
    بهرني عوامل:
  • په افغانستان کې د پنجاپ او تهران ډیره ښکاره او خطرناکه مداخله روانه ده چې هدف یې په بشپړه توګه د افغانستان تباه کول دي.
  • د امریکا متحده ایالاتو رسنیو او چارواکو څرګندونې چې تر ډیره بریده د واقعیتونو سره ډډه نه لګوي،  د افغانستان په زیان او د افغانستان دښمنانو په ګټه دي.
  • د لویدیز هیوادونه تر ډیره بریده د بنجاپ (د افغانستان ضد)د پالیسی مطابق حرکت کوي او په دې ډول سره هڅه کوي لکه چې روس هیواد چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت څخه مخ واړوه او روس  د مخالفینو واک ته د رسیدو له پاره مرسته وکړه په همغه ډول اوس امریکا په همغه لار روان دی.
  • لویدیز د افغانستان سره د انکشاف په برخه کې مرستې درولي او یوازې په دې فکر کې دي چې څنګه ددې هیواد څخه کډې بار کړي.
  •  
    باید په دې هیڅ شک ونشي چې پنجاپستان (پاکستان) او تهران د افغانستان سره ستراتیژیکه سیالی او دښمني لري له همدې امله نوموړو حکومتونو په تیرو څلویښتو کلونو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کړي او نا امني یې رامنځته کړیده.
     
    پنجاپ د کابل په وړاندې:
    د ټولنیزو رسنیو په قول جنرال ضیاالحق د پنجاپستان اولس مشر د ځینو افغان دښمنه عناصرو سره په کتنه کې ویلي و،  چې که موږ بنګله دیش د لاسه ورکړ،  مګر افغانستان مو تر لاسه کړ.
     
    دا پورتنی ټکی دا په ډاګه کوي چې پنجاپستان د افغانستان د اشغال (پټ یا ښکاره) ستراتیژي مخته بیايي.  پنجاپ د دې د پاره چې پورتنی موخې ته ورسیږي مختلف فعالیتونه یې پلان کړي دي.
     
    په تیرو شلو کلونو کې د پنجاپ پالیسی د افغانستان په وړاندې په مختلفو کلونو کې په مختلفو کړنو باندې ولاړه وه.
     
    ستړي کونکي جګړه او فعاله دیپلوماسي:
    • په تیرو څلویښتو کلونو کې پنجاپ د افغانستان په وړاندې ستړي کونکي پارتیزاني جګړه مخته بیولي ده تر څو د افغانستان پوځ ونه کولی شي تر پایه د هیواد څخه ساتنه وکړي.
    • افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو په راتلو سره پنجاپ په وسله والو مداخلو سره په لویدیز باندې د پوځي فشار راوستل او د لویدیز د پاره د یوې (ستړي کونکي جګړې) تطبیق
    • د خپلې فعال دیپلوماسي  په درولودلو سره دا ثابتول چې د پنجاپ پوځ په دې جګړو کې برخه نلري. او دا ښودل چې په افغانستان کې روانه جګړه بین الافغاني ده. 
    • پنجاپ امریکا و  هڅوله چې د قطر په ډرامه کې فعاله برخه واخلي.
    • پنجاب د امریکا د ټولو هغو مرستو څخه چې د تروریزم د ځپلو په نوم اخیستي وې د تروریزم په تقویه کې کار واخیست.
     
    د کابل ادارې د ړنګولو پالیسي:
    ددې پالیسی د تطبیق د پاره پنجاپ په تیرو دوو کلونو کې لازم ګامونه پورته کړل،  خو تطبیق یې په دې تیرو څو میاشتو کې پیل کړ.
    • پنجاپ ته یې د فاسدو او ملیشایی کړیو مشران پنجاپ ته وروبلل او د دوی سره یې خپل پلانونه شریک کړل. پنجاپ دوی دې ته وهڅول چې د ولسمشر  په وړاندې د بغاوت بیرغونه اوچت کړي. چې دا پیښې په مختلفو ولایتونو کې رامنځته شوې.
    • د هیواد په مختلفو ستراتیژیکو سیمو یې بریدونه پیل کړل په دې مانا چې هڅه وشوه چې ټول هیواد ناامن کړل شي.
    • په ښارونو کې نا امني ایجاد او خلک یې اړ کړل چې وطن پریږدي.
    • د ولسمشر ،  امنیتی – دفاعي ځواکونو په وړاندې د زهرو ډک تبلیغونو مخته بیول.
    • د انکشافي پروګرامونو د تطبیق مخینوی
     
    پنجاپی چارواکي په کابل کې:
    اوس مهال پنجاپ د افغانستان په وړاندې خپل دریم پلان (د عمومي ګډوډۍ رامنځته کول)  تر لاس لاندې ونیوه،  دا پلان تر پخوا خطرناک او د وینو ډک دی. مګر له بده مرغه د کابل بیکاره چارواکي د پنجاپ د پلانونو او ستراتیژیو باندې نه پوهیږي او یا سترګې پرې پټوي.
     
    د افغانستان په وړاندې د پنجاپ (پاکستان) پلان د افغانستان تباهي ده. که چیرې پنجاپ وګوري چې ددې پلان په تطبیق کې د ستونزې سره مخامخ کیږي سمدلاسه د پنجاپ (پاکستان) د پوځ لوی درستیز او استخباراتي چارواکي کابل ته راځي او د کابل چارواکو سره ګوري او په دې ډول سره د پلانونو په تطبیق کې خنډونه له منځه وړي.
     
    پنجاپ د کابل په  وړاندې خپلې ناوړې موخې نه پټوي د خلکو او ټولنیزو رسنیو په قول د پنجاپ (پاکستان) چارواکي خپلی ناوړي موخي په ښکاره ډول د کابل چارواکو مخې ته ږدي:
  • د افغانستان تباهي
  • د افغانستان بهرني او داخلي سیاست په خپل لاس کې اخیستل او د اسلام اباد څخه دیکته کیدل
  • د ځواکمن ملي پوځ نه درلودل
  • په پنجابستان کې د افغان پوځیانو روزل
  • ځينې پټ تړونونه
  • د افغانستان طبعي منابعو لوټ
  • د ډیورینډ منحوسې کرښې رسمي کول
  • د کابل په اداره کې د پنجاپ د مزدورانو ګومارل
  • او نور
  •  
    مګر ترننه پورتنی ټول حقایق د کابل ارګ د خلکو څخه پټ کړي دی کابل تر ډیرې اندازې د پنجاپ یو شمیر غوښتنې منلي دي چې دا منل د ملي ګټو خلاف عمل دی:
  • د ډیورینډ په منحوسه کرښه  په غیر مستقیمه توګه د اغزن تار منل
  • د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د ویزه او پاسپورټ جبري کول
  • د ازادو قبایلو ادغام د اسلام اباد سره
  • او داسې نور
  •  
    نوي شرایط
    پورتنی اقدامات ددې سبب شوي دي چې د کابل ادارې او په ځانګړي توګه ولسمشر  ته ډیرې ستونزې رامنځته کړي.  که څه هم حالات لکه څنګه چې امریکا او د هغه متحدینو او پنجاپ فکر کاوه په همغه ډول مخته لاړ نه شو او کابل وکولی شول د پنجاپ او تهران یو شمیر پلانونه شنډ کړل:
  • یو شمیر زورواکان یې تر کنترول لاندې راوستل
  • دولتي اداره یې د پاشل کیدو وژغورله
  • د پنجاپ د بریا او د کابل د ماتي ذهنیت یې له منځه یوړ. اوس د ښارونو خلک په دې ډاډه کیږي چې دا اداره د نسکوریدو سره نه مخامخ کیږي.
  • د جګړې په ډګر کې،  وسله والو پوځونو خپله  جګړه ایز وړتیا وښودله.
  • په خلکو کې د ملي دفاعی ځواکونو ملاتړ زیات شو.
  • د افغانستان خلک اړ شول چې د ډیر بد او لږ بد تر منځ یو غوره کړي.
  •  
    خو ایا د افغانسان ولسمشر  د تیرو جګړو او ناخوالو څخه تجربه تر لاسه کړي ده او که نه ؟ ایا د افغانستان ولسمشر  دا  توانایی لري چې دا تجربې په عمل کې پلي کړي؟
     
    په رښتیا هم اوسني شرایط د افغانستان د پاره ډیر ستونزمن دي د هیواد کورني او بهرني دښمنان ډیر ځواکمن او کولی شي د خلکو د پاره ډیرې ستونزې رامنځته کړي. د اوسنیو حالاتو له مخې د افغانستان ولسمشر  یو شمیر ستونزې لري:
    ستونزې:
  • د کابل اداره فاسد او بیکاره ده. اداري فساد سراسري،  علني او قانوني شوی دی
  • یو داسې سیاسي ملي ترقي غوښتونکی ګوند نشته چې د افغانستان د ولسمشر  ملاتړ وکړي.
  • ډیرې سیاسي ډلګې او تنظیمونه د افغان دښمنه هیوادونو تر اغیزې لاندې دي او یا د دوی د اجنداو سره سم کار کوي.
  • فاسدو اشخاصو او کړیو د ولسمشر  اړیکي د خلکو سره شلولي دي.
  • اکثریت چارواکي تر ډیره بریده خپلو تنظیمونو او ډلو ته ژمن دي ددوی د پاره ملي ګټې مهمې ندي او هم د ولسمشر  د پلانونو تطبیق د دوی د پاره لومړیتوب نلري.
  • وطندوست،  وړ او پاک کسان د فاسدو کړیو له خوا ګوښه شوي او د دوی زړونه مات او د ولسمشر  څخه ساړه شوي دي.
  • بیکاري او نا امني لوړ پړاو ته رسیدلی ده.
  • وسله وال پوځ تر اوسه په لازم تخنیک باندې سمبال ندي د سرتیرو او افسرانو معاشونه او امتیازات ډیر لږ دي
  • انکشافي سکتور د بیکاره کسانو لاسته لویدلی دی.
  • او داسې نور
  •  
    د موجوده حالاتو په څیړلو سره د ولسمشر   د پاره اړینه ده:
    په داخلي سویه:
  • د پښتنو د ټولوژنې پالیسی شنډول او د جنایتکارانو محاکمه
  • د پراخو انکشافي پروګرامونو طرح او تطبیق
  • د اضطراري پوځی حالت په اعلان باندې غورکول.
  • د اساسی قانون او نورو قوانینو تطبیق
  • هغه کړۍ،  ډلې او یا تنظیمونه چې د بهرنیو هیوادونو په ځانګړي توګه د ایران او پنجاپ سره پټې او یا ښکاره غیر قانوني اړیکي لري له ړنګې او مشران یې په انقلابي محکمه کې محاکمه شي.
  • د وسله والو دفاعی ارګانونو مشرتوب او کوماندانیت د بیکاره،  بې تعلیمه،  بې تجربې کسانو څخه پاک کول او په ځای یې وړ کسان ګومارل چې لوړې پوځي زده کړې او تجربې ولري او دې ته تیار  وي چې د افغانستان دملي ګټو د ساتلو  او تحقق د پاره هر ډول سرښندنې وکړی.
  • حکومتی سازمانونه او ادارې (وزارتونه،  ولایتونه او ریاستونه) د فاسدو او متعصبو کسانو څخه پاک کړي.
  • دولتي او حکومتي څوکۍ باید د وړتیا له مخې وویشل شي نه د توکم،  قوم او ژبې په بنسټ.   د خپل سیال سره د دولتي قدرت ویش بنسټ باید لغوه او یو پارچه اداره رامنځته کړي.
  • کاري فرصتونه رامنځته او هغه ادارې چې خپل بودجه نشي تطبیق کولی د هغو مشران باید محکمې ته معرفي شي.
  • په هیواد کې سراسری احتساب پیل او هغه څوک چې حتی یو ډالر یې هم د غیر قانوني او فساد له لارې تر لاسه کړي وي باید محاکمه او د هغه شتمني بیت المال ته وسپاري.
  • د ملي وطندوست ذهنیت د جوړولو د پاره باید (د ارګ د رسنیو او عامه اړیکو په بیکاره او ارایش کونکو کارکونکو) باندې د سره کتنه وشي تر څو هلته وړ کسان مقرر شي او د پنجاپ د تعرضی پر وپاګند په وړاندې ښه دفاع وکړي.
  • هغه رسنۍ چې د هیواد د تباهی اجندا مخته بیایی باید وتړل شي. 
  • د رسنیو په قانون دې د سره کتنه وشي او په هغه کې دې په ملي ګټو،  ملی امنیت،  د خاورې تمامیت  ساتنی باندې ټینګار وشي. او ټولې غیر ضروري،  مبهمې او بې ګټې مواد دې ترې لرې شي.
  •  او داسې نور
  •  
    په بهرنی سویه:
  • د بهرنی سیاست او دیپلوماسی مخته وړونکی ارګانونه د بیکاره او فاسدو کسانو پاک شي او په ځای یی د وړ کسانو مقررول.   
  • د پنجاپ په وړاندې (د چاپلوسانه) پالیسی پریښودل او په نړیواله سویه پنجاپ استعماري – تروریستی اداره د تروریستی او په افغانستان کې د ټولو ناخوالو مهم عامل په توګه اعلان کول.
  • د پنجاپ (پاکستان) سره د هر ډول دیپلوماتیکو اړیکو شلول.
  • د پنجاپ او تهران په وړاندې د باالمثل عمل تر سره کول
  • په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د ډیورینډ د منحوسې کرښې مطرح او لغوه کول
  • په امریکا،  اروپا، منځنی ختیز،  لرې ختیز،  اسیا کې د افغانستان د ملي ګټو څخه دفاع
  • د پنجاپ استعمار لاندې د پښتنو او بلوڅو د ازادی د پاره عادلانه مبارزو ملاتړ
  • د افغانستان د وسله وال پوځ د تجیز د پاره د روسیې څخه د ډیر مډرن جنګي تخنیک او وسلو تر لاسه کول.
  • د چین او جاپان هیوادونو اقتصادي مرستو او پانګونو جلبول
  • په نړیواله سویه د پنجاپ (تروریستی – استعماري ادارې) ګوښه کول
  • او داسې نور
  •  
    که چیرې د افغانستان ولسمشر  غواړي د تباهي کرښه د بریا په کرښه واړوي باید:
    پورته په داخلي سویه سیاستونه (چې بیان شول) عملي او په بهرنی سویه پالیسی چې پورته ذکر شوه تطبیق کړي د پنجاپ سره په خپلو اړیکو او چلند باندې د سره کتنه وکړی او هغه د ملي ګټو سره سم تنظیم کړي.  او هم ټولې داخلي ستونزې چې پورته اشاره ورته شویده له مخې لیرې کړي.
     
    په هغه مهال  کیدای شي د تباهی کرښه،  د بریا په کرښه باندې  واوړي.


    تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

    د لیکوال نورې لیکنې
    Loading...

    تبصرې

    تبصرې نشته

    خپله تبصره مو ولیکئ