
پوليسو يو سړی د شرابو څښلو په جرم کې قاضي ته ور وړاندی کړ. قاضې د لس زره روپيو رشوت په بدل کې سړی پرېښوده. سړی چې کله د محکمې څخه واته، نو قاضي ته يې مخ کړ او ورته يې وويل : چې د لس زره روپيو رسيد راته راکړه.
قاضي په حيرانتيا ورته وويل: چي په رسيد څه كوې؟
سړی ورته وويل: د قيامت په ورځ بيا دا رسيد د سوال ځواب په وخت کې ښايم چې ما د شرابو څښلو جرمانه قاضي ته ورکړي ده او دا يې رسيد دی. نو كه رسيد راسره نه وي، نو خبره به څوک ومني؟ او بيا به زه تا په كوم ځای کې لټوم.