که د ناټو اکمالاتي لار خلاصه نشي نو امريکا به پر هند تکيه وکړي

که چېرته د پاکستان څخه افغانستان ته تېره شوې لار د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې خلاصه نشي نو امريکا به پر هند تکيه وکړي دا خبرې د پينتاګون د قانون د جوړونې يو ادارې کړي دي. د پينتاګون اداره د ګانګرس د غونډې څخه وړاندې پدې فکر او څېړنه کوي چې په هند به د تکيې لپاره کومه لار غوره وي چې د هغې له مخې افغانستان ته د اکمالاتو سلسله جاري وساتل شي.جنرال فرانک وويل که چېرته موږ پدې ونه توانيږو چې پاکستان پردې قانع کړو او بېرته موږ  د پاکستان له لارې  د اړيکو زمکنۍ لار (Pak GLOC) پرانيزي نو موږ به پر هند باندې د سويلې لارې په خاطر او هم پر هوايي ټرانسپورت تکيه وکړو.د يادونې وړ ده چې پاکستان د ناټو پر وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د نومبر په ۲۶ امه نېټه زمکنۍ لار هاغه مهال وتړله چې امريکا په يوه هوايي حمله کې د پاکستان ۲۴ سرتيري ووژل