د کاپيسا پخواني والي غوښتل چې  بهرني ديپلوماتان ووژني

د کاپيسا پخواني والي ابوبکر غوښتل چې د امريکا، فرانسې او بريتانيا سفيران  ووژني دا خبرې د بريتانيآ د سفارت  څخه په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې د سر ويليام پاتي له خولې د جمعې په ورځ ليکل شوي دي. نوموړي ويلي دي چې څارګر راپورونه داسې وو  چې والي به دغه درېواړه سفيران د يوې غونډې پر مهال پّ يو وسلوال بريد کې ووژني، چې د همدغه شواهدو د درلودلو له مخې کرزي والي ابوبکر له خپلې دندې ګوښه کړ.