د فرانسې ۲۰۰ سرتيري وځي

د فرانسې دوه سوه سرتيرې به د افغانستان روانې شخړې ته د خدای په امان ووايي. دا وروسته له هغې ترسره کيږي چې  د جنوري په ميآشت کې د فرانسې اولسمشر سرکوزي اعلان وکړ چې فرانسې ځينې عسکر به د افغانستان څخه راووځي، دا د هاغه پلان څخه وروسته وشوه چې فرانسه به د امريکا سره تر ۲۰۱۴ز کال پورې په افغانستان کې پاتې شي. سرکوزي زياته کړه چې د عسکرو د راوتلو په مهالويش کار شوی دی او دا مهال به د ۴۰۰ــ ۱۰۰۰ عسکرو پورې  د افغانستان څخه راووځي. د سرکوزي دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې يوه اونۍ د مخه د فرانسې يو سرتیری په کاپيسا کې ووژل شو.