د ولس او ولسمشر غوښتنه یوه ده

 
سوله، امنیت، ثبات، د قانون حاکمیت، د فساد ضد مبارزه، انکشاف، ټولنیز عدالت او متوازن پرمختګ د ولس لویې هیلې او غوښتنې دي او ولسمشر هم شپه او ورځ دغو لویو موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي، مګر په دې منځ کې یو کوچنی اکثریت په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په دې برخو کې خنډونه ایجادوي. دغه کوچنی اقلیت هیڅ وخت هم د د ولس استازیتوب نشي کولی. ولسمشر غني وایي:”نکتۀ اساسی ما باید این باشد که هر شهروند افغان مغز کافی دارد، قضاوت عادلانه دارد، نبض عمومی خواهران و برادران، اصلاح طلب است. آن‌هایی که مخالف اصلاحات هستند در اقلیت هستند. اگر زر و زور دارند، زر و زور نمایندگی از اکثریت مردم افغانستان نیست.“

نوموړی د ولس په پوهه، ژمنتیا او اراده ټینګ باور لري او له همدې امله د قانون د حاکمیت په برخه کې نه د زوردار پروا لري او نه هم د زردار. هغه واضح وایي چې زورواکی او غیر مسوول وسله وال نور د زغم او منلو وړ نه دی، ځکه ولس هر ځل چې راسره ګوري له همدوی شکایت کوي او له همدې امله د کابل امنیتي مسوولینو ته جدي لارښوونه شوې چې په درې میاشتو کې باید کابل له زورواکانو څخه تصفیه شي. د دوی وسلې باید ضبط شي. هغوی چې لا هم مقاومت او سرغړونه کوي عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي او د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

جمهوررئیس د پوښتنې په انداز وایي: ”که می‌خواهد در گرسنگی زندگی کند، که می‌خواهد که چهل فیصد مردمش زیر خط فقر باشد؟ که می‌خواهد که یک برسه فیصد مردمش شبانه گرسنه بخواب بروند؟ که می خواهد که اولادش در مکتب درس با کیفیت نخواند؟ ازین جهت ضرور است که ما از مردم خود ازخاطر صبر بیکران شان، هم از خاطر این که تعهد واضح دارند و زیادترین ابتکار را این ها در زندگی خود انجام می دهند. “
په افغانستان کې بله ستونزه داده چې دلته یوه بله وړه ډله ده چې د ځان د شهرت، مطرح کولو او د امتیاز او باج اخیستلو په موخه هر څه په ځان تماموي او ټولې لاسته راوړنې او اتلولۍ ځانته منسوبوي، مګر ولسمشر غني د دې هر څه حقدار افغان ولس بولي او وایي: ”مردم افغانستان، قهرمان های واقعی حماسۀ ملی ما هستند و از هر زن و مرد افغانستان هم تشکر می کنم و هم افتخار دارم که از این ها نمایندگی می کنم و برای اینها پاسخگو هستم.“

ولسمشر غني له رسنیو سره په خبرو کې یو ځل حتی جهادي او سیاسي رهبران وونګول او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: تاسو څوک یئ؟ په کوم حق د ولس د استازیتوب دعوه کوئ؟ تاسو چا او کله د استازو په توګه ټاکلي یاست؟

جمهوررئیس غني غواړي چې دغه خیالي، وهمي او جعلي جزیرې، قهرمانان او اتلان راونړوي. بېرته باید ولس ته مراجعه وشي، ځکه په هره سخته او ناورین کې ولس ودرېدلی. مقاومت یې کړی، مبارزه یې کړې، قرباني یې ورکړې، مګر د امتیاز په ورځ هېر شوي او امتیاز یو څو محدودو کسانو اخیستی، نو د امتیاز اصلي حقدار ولس دی او ولس به له دې وروسته هیڅ هېر نشي، ځکه ولسمشر د دوی ارزښت درک کړی او په تېرو څلور نیمو کالو کې یې په هره مهمه مسله له دوی سره مشوره کړې او ولایتي سفرونو کې یې هم د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي دي.