
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هر ډول شک او شبهې پرته د هیواد هغه صادق بچیان دي چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې پر دې وطن ننګ وکړ، خپل سرونه یې په لاس کې ونیول، له خپلو اولادونو، ژوند او کورنیو تېر شول. د هیواد د دفاع په خاطر یې د خدای پر توکل ملاوې وتړلې او حتی په داسې حال کې چې ډېرو د هیواد پر بقا باور له لاسه ورکړی و او د تېښتې لارې یې لټولې، مګر دوی په ډېر ټینګ عزم او اراده د دښمن او تروریزم پر وړاندې د هیواد دفاع، پت او ننګ سنګرونو ته لاړل او د دښمن پر وړاندې په ټول قوت وجنګېدل.
بل پلو ولسمشر غني د واک له لومړۍ ورځې تر بل هر ولسمشر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پام زیات کړی، پر دوی یې ویاړلي او دوی یې تل نازولي او ستایلي دي. سرتېرو او د دوی کورنیو ته یې تل او زیات درناوی کړی دی. همدا سږکال یې د کب په نهمه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ د ملي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل، ”زه غواړم له کورنیو مو مننه وکړم، له میندو مو مننه وکړم چې داسې اتلان یې زېږولي او وطن ته یې تقدیم کړي. له مېرمنو مو مننه کوم چې دا یې منلې چې تاسو په لوړو غرونو او سختو بادونو کې بیرغ اوچت وساتئ او دوی کورنۍ وچلوي. له پلرونو مو مننه چې د وطن مینه ستاسو په سترګو کې ویني. له ټول عظیم ولس مننه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې ټول رضاکار دي. هغومره پیسې او زور په نړۍ کې نشته چې تاسو یې په پیسو او زور راوستي وای. تاسو کې مینه او وینه ده. دا خاروه به تل وي، ځکه تاسو د دې وطن واقعي بچیان تل حاضر یاست چې د دې وطن، استقلال ، عزت او افتخار په خپله وینه وګټئ. زه هغو کورنیو ته چې خپل زامن د امنیتي ځواکونولیکو ته لېږي د درناوي او احترام مراتب وړاندې کوم او ویاړم چې د دې وطن اصلي او معنوي مالکیت ستاسو دی، ځکه اصلي خطر تاسو منئ او اصلي قرباني تاسو ورکوئ او ستاسو د قربانیو له برکته په ملیونونو افغانان په امن کې ژوند کوي.“
همدا سږکال چې د سولې مذاکرات د امریکا او طالبانو تر منځ پیل شول، نو ملا عباس ستانکزي په خپلو غیر مسوولانه څرګندونو کې د ملي اردو د منحلېدو خبره وکړه او ولسمشر غني د هغه د دې خبرې پر وړاندې بار بار په ډېر قوت غبرګون ښودلی او هغه یې رد کړې ده. هغه وایي: ”زه یو ځل بیا په صراحت افغانانو ته ډاډ ورکړم چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مقام به په هیڅ ډول معامله ونشي او د یوازیني مشروع ځواک په توګه به خوندي وي. تاسو ملي پانګه یئ او هر څوک چې د دې ادعا لري چې دا ملي پانګه تخریبوي او بیا طیارې په داغمه خرڅوي هغه د دې وطن نه دی هیڅ سیاسي تحول او توافق زموږ د زړورو قواوو لاسته راوړنې او سرښندنې تر سیوري لاندې نشي راوستلی. بېخي ډاډه اوسئ، د افواهاتو کیسه کې مه اوسئ. دوی افواهات اچوي چې موږ کمزوري کړي، موږ پانګه اچوو چې خپل ځواکونه پیاوړي کړو او په قوت یې بدل کړو.“