
کله چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوی، نو ډاکټر عبدالله او پلویان یې له همغی ورځې رادیخوا په دی هلو ځلو کې دي چې د ۲۰۱۴م کال په شان دوران بیا رامنځ ته کړی په همدی موخه هره ورځ د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو له یو شمیر پخوانیو او اوسنیو جمعیت پلوه څیرو سره د قومې مشرانو په نوم لیدنۍ زیاتی کړی او هغو ته سپارښتنه کوی تر څو د ده په مشوره د ناکامیدو په صورت کې پراخ لاریونونه وکړی او یو ځل بیا هیواد د بحران خوا ته بوځی، مګر دوی ته دې وویل شي چې د ګډوډۍ، امتیاز طلبۍ او باجګیرۍ زمانه تېره ده.
۲۰۱۴م کال تېر شوی دی او دا ۲۰۱۹ کال دی. هغه مهال کرزی واکمن و ځکه نو باجګیري او امتیاز طلبي عام دود وو، مګر د غني په واکمني کې د ګډوډۍ په بدل کې امتیاز او باج نه، بلکې مجازات دود دی. دلیل یې دادی چې په تېرو پنځو کالو کې یې به امنیتي او دفاعي ارګانونو کې بام وړ ښه والی او بدلون راوستلی دی. درې واړه ارګانونه (ملی امنیت ، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت) هر کار په پوره همغږی او دقت سره ترسره کوی له همدی امله وار له مخه دری واړه ارګانونه په ګډه له ټولو نوماندانو څخه غوښتی چې د انتخاباتو پایلو تر اعلان پوری صبر او پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وی باید له بی ځایه اعتراضونو او مظاهرو څخه ډډه وکړی. که کوم نوماند د پایلو له اعلان وروسته د حکومت له مشورې پرته مظاهره وکړی او په یاده مظاهره کې کوم مشکل ورته پیښ شی مسولیت یې په خپله غاړه ده که څه هم یو شمیر نوماندان د انتخاباتو کمیسیون او حکومت ته وار له مخه ډول ډول اخطارونه ورکړی.
بله داده چې ولس په ټاکنیزو کمپاینونو کې ولسمشر غني ته همدا سپارښتنه کوله چې د ټاکنو له ګټلو وروسته باید د تېر ځل غوندې مصلحت په پام کې ونه نیسي او نه هم له عبدالله سره ګټلی واک ووېشي، ځکه چې دا چاره د ولس او هیواد په زیان ده. نو د دولت جوړونکې ټیم ته پکار ده چې د ۲۰۱۴م کال په شان ګډ حکومت رامنځ ته نه کړی که د دولت جوړونکې ټیم یو ځل بیا لکه د ۲۰۱۴م کال کې د ټاکنو په شان ګډ حکومت یا د ملي یواوالې حکومت رامنځ ته کړی نو راتلونکې پینځه کلنه دوره به هم د تیر په شان ښه لاسته راوړنه ونه لرو او ډیر وزارتونه به سرپرستان پر مخ وړی ځکه له یوې خوا به یو ټیم د یوه وزارت لپاره د یوه شخص باره کې فرمان صادر کړی خو په مقابل کې به یې بل ټیم د رد فرمان صادر کړی او همداسی به لړی دوام لری چې پینځه کلنه دوره به بی پایلې پایې ته ورسیږی.