
ولسمشرغني د لویې جرګې خېمې تالار کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشرتابه او غړو سره په کتنه کې د دوی د کړنو راپور وارېده. په پیل کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشر محمدعمر داوودزي د مشورتي لویې جرګې جوړولو لپاره د یاد کمېسیون د کړنو، تدابیرو او تیاریو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ګډون له ټولو دولتي ادارو څخه په اړوندو برخو کې د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله مننه وکړه او وې ویل، ارزګان ولایت څخه د مشورتي لویې جرګې استازي را رسېدلي او په ترتیب سره به د نورو ولایتونو استازي هم راشي.
ښاغلي غني د دوی له زحمتونو او کړنو څخه په مننې وویل، موږ د واحد او منسجم ملت په توګه خپل مسایل تل د جرګو او مشورو له لارې حل کړي او د لویو جرګو ښه والی دادی چې هیڅوک یې نشي سانسورولی او د ملت استازي په ازادانه توګه خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې مطرح کوي. دا د مشورتي لویې جرګې او ولس استازو پورې اړه لري چې د سولې پروسې حدود څنګه ترسیموي.
هغه دا هم وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د بېلابېلو ولایتونو، ولسوالیو، کلیو، جوماتو د خلکو افکار چې د سولې په اړه یې لري په منسجم او منظم بحث بدل کړي. هغه زیاته کړه، د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي. د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغان ښځې په قوت خپل استازیتوب کوي، نو د دغې جرګې د ښځینه ګډونوالو فیصدي باید له دېرش سلنه څخه کمه نه وي. هغه زیاته کړه، په هیواد کې پخوا د بې ثباتۍ یو لامل د لوبې د واضح، اصولو او قواعدو نشتوالی وو، مګر اساسي قانون دغه ستونزه په اساسي توګه حل کړې. له همدې امله د واک د لېږد او ترلاسه کولو واضح، اصول او سوله ییزه لاره چې ټول ولس ورباندې اجماع لري ټاکنې دي، ځکه په ټاکنو کې د ولس رایه او اراده نغښتې.
ښاغلي غني مشوره اسلامي اصل او جرګه او مشارکت ملي ارزښتونه وبلل او په ټینګار سره یې وویل، چې دغه ملي او اسلامي ارزښتونه باید جدي ونیول شي. د ولس استازي مو وصل ته راغوښتي، نه فصل ته، نو د سولې مشورتي لویه جرګه د شخص نه، بلکې د نظام او وصل جرګه ده.
د سولې مشورتي لویه جرګه به ځکه ځانګړې وي، چې د ټولو ولایتونو، ولسوالیو او اقشارو استازي په کې ګډون لري او هر استازی باید داسې وګڼي چې د ټول هیواد استازیتوب کوي. تر هغو چې دوی دغسې پراخ او ملي فکر ونه کړي، نو ملي بحث او پایلې ته نشي رسېدلی.
تر دې دمخه سوله یو خوب و، چې کله کله به یې یادونه کېده، مګر داسې نه احساسېدله چې راتلونکې ده او یا به یې موږ په ژوند کې وګورو، مګر په تېرو دوه کالو کې سوله له حاشیې متن ته راغلې او هر افغان د سولې په اړه فکر کوي.