
د وزيرو چيغه دې دوه ځايه غبرګه شي!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ډيورنډ کرښه په ۱۸۹۳ز کال کې د افغانستان د وخت واکمن امير عبدالرحمن خان او د بريتانوي هند ترمنځ لاسليک شوه. د دغه کرښې هغه غاړه ته هم پښتانه او بلوڅان پرته دي او دغه خوا يې هم پښتانه او بلوڅ قومونه ژوند کوي. د ډيورنډ کرښې هغه غاړې ته په خيبرپښتوخوا او بلوڅستان ايالتونو کې ولسونه او دغه غاړې ته غوڅ اکثريت افغان ملت ډيورنډ يوه فرضي، تحميل شوې او په وخت تېره کرښه يادوي او د منلو وړ ورته نه ده.
کله چې په ۱۹۹۳ز کال کې د دغه کرښې موده پای ته ورسېده او پاکستان ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان د وخت په حکومتونو دغه کرښه بيا لاسليک او رسمي کړي، خو د مجاهدينو او د طالبانو د حکومتونو په شمول هېڅ افغان حکومت نه دی تيار شوی چې دغه کرښه بيا ورسره لاسليک کړي او په رسميت يې وپيژني.
د پښتنو شاعرانو په شعرونو، د سندرغاړو په سندرو، د سياسيونونو په ويناوو، رسمي او غېرې رسمي ناستو کې د ډيورنډ کرښې هغه او دغه غاړه ولسونه د يو افغان په نوم ياديږي؛ مبارزين د ډيورنډ کرښې له منځه وړل او د لوی افغانستان لپاره خپلې مبارزې کوي او چيغې پورته کوي.
د حامدکرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني له حکومتونو د ولس ستره ګيله او نيوکه دا هم ده، چې دغه کرښې ته يې يو څه رسميت ورکړی دی او هغه کړنې چې د پاکستان پوځ يې د کرښې په اوږدو کې کوي، دوی پرې چوپ وو/دي.
د پاکستان پوځ او حکومت د وسله والو د مخنيوي په بهانه د کرښې پر سر د اغزن تار، ديوالونو او کټارو د نصب چارې پيل کړي دي، چې د ولس له غبرګونونو سره مخ کيږي، خو حکومتونه پرې چوپ دي.
په نېږدې تېرو درېيو کالونو کې يو ځل د ننګرهار ستر ولس په ديورنډ کرښه لګول شوې کټارې او اغزن تارونه هغه خوا ورګوزار کړل، بيا د خوست ميړني ولس غبرګون وښوود او د پاکستان حکومت خوا يې د کرښې پر سر د موانعو د جوړېدو اجازه ورنه کړه او تازه د وزيرستان شمله وارو تېره ورځ د پاکستاني پوځ لګولې شوې کټارې ورماتې او اغزن تارونه يې ورټول کړل.
د کرښې دواړه خواووې پروت ولس وايي چې ډيورنډ پر يوې ژبې، يو قوم، يو ولس، يو تاريخ، يو کلتور او يو کور باندې را تېر شوی د بیلتون خط دی، چې ورته د منلو نه دی. دا چيغه او فرياد د نن ورځې نه دی، خو دا چې افغان ولس دې خوا او په خيبر پښتونخوا کې د لوی افغانستان پرې شوې ټوټه له لسيزو راهيسې په وينو، مرګونو، وژنو، ترهګرۍ، تيارو کې ساتل شوې دي، نو په زړه يې را کش شوې د ډيورنډ کرښه هيره شوې د ه او يا هم ورته بې وسه دي.
دا چې تېره ورځ وزيرو خپل ميړانه ښکاره کړه او د سر په بيه يې له کرښې موانع لېرې کړې، نو اوس دې خوا هم افغان ولس او هم افغان حکومت ته په کار ده چې د لسيزو چوپيتا ماته او حق وغواړي. افغان حکومت کولی شي چې په رسمي ډول ملګرو ملتونو کې خپل غږ پورته کړي او د ډيورنډ د نه منل شوې کرښې بحث رسمي کړي. پښتونستان د لوی افغانستان برخه ګرځېدل او يا هم خپلواکه هېواد جوړېدل هغه څه دي، چې حکومت يې بايد نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي. په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنو يو عمده لامل دا هم دی، چې افغانستان تر پيړيو دومره کمزوری وساتي، چې د خپلې خاورې د غوښتو غږ پورته نه کړي.
افغان ولس هم ستر زور لري خو په هغه ډول يې ښکاره کولو ته اړتيا ده کوم ډول چې اغېز ورکول شي. که چېرې له بلخه بيا تر خوسته او هراته تر بدخشانه د لوی افغانستان غږ پورته شي، نو نړۍ به په خپله د ستونزې حل ته ځير او د ستر افغانستان خوبونه به تر يو بريده رېښتا شي.