خدايه نور مو رابیدار کړې پښتانه
په ژوندون کې په کرار کړې پښتانه
د خپل قوم ېو څه شعور پکې پيداکی
نور روان په سمه لار کړی پښتانه
د نفاق جرړې ېې وباسې له مینځه
اتفاق باندې ښه بار کړې پښتانه
تارتارپروت دی برخلیک ېې معلوم ندی
نور راټول په خپل مدار کړې پښتانه
ظالمانو تر خپله وسه زورولي ربړولي
پر ظالم باندې ته سردار کړې پښتانه
خپله خاوره کې پرې نورو ظلم کړی
د غلیم له بده نیته خبردارکړې پښتانه
له خپله حقه دي محروم په خپل وطن کی
خپل وطن کی نورحقدار کړې پښتانه
د پردو په لمسه خپلو کې سره وژني
له لمسونه نورته بېزار کړې پښتانه
پرمختګ د پښتنو می لوی ارمان دی
لویه ربه دنړۍ علم بردار کړې پښتانه
ټولواکې سره چې سوله نوره راشې
روفی وايي تل سرکار کړې پښتانه
وروستي