د درنی او پښتنی خور بلینډې بدرۍ په ویاړ

 
ګرانې خورې محترمې او پتمنې
بلینډې بدرۍ په مونږه قدرمنې

میړنۍ او ننګیالۍ او پښتنه یې
ایمان داره باهمته او درنه یې

ته د خپلې معاشرې یې انځورګره
ته لیکواله او ادیبه او شاعره

ته شاعره د ټولنې د ناخوالو
ته شاعره د ریښتیا او د حلالو

ته شاعره د افغان د ډیرو زړونو
ته شاعره د کړکیچ کړکیچ وختونو

شاعرۍ کې خدای درکړی بصیرت دی
هم درکړی خدای ایمان او ښه غیرت دی

د ادب توري پیې د ملغرلو
هر یو توری دې مالوم دی په تللو

ستا له نوم سره له ډیر وخته اشنا یم
شاعري دې هم له هغه وخته ستایم

شاعري دې نه جانان او نه خیالونه
شاعري دې ده د خپل وطن دردونه

خپل هېواد باندې ریښتیا یې ته مینه
د ولس منځ کې ریښتیا یې قدرمنه

ستا په شعر کې د ناخوالو دی بیان
په ریښتیا یې د ټولنې ترجمان

د ادب په ژبه تا ولس پوی کړی
دغه کار دې د خپل وسه پورې کړی

ګرانې خورې ستا په نوم مې افتخار دی
تا ساتلی پښتنې تل خپل وقار دی

درته کړم په دواړو لاسو تل سلام
پښتني ادب مې تا ته احترام

نن مې ولوستل دا ستا یو څو بیتونه
تا لیکلي یوې خور ته ځوابونه

دغه خور زمونږ شاعره خبریاله
ناخبره پښتنو له حال احواله

ورسره کړی دې په شعر کې اوږد بحث دی
هغې نه دې صحیح کړی بازخواست دی

د ادب په ژبه تا ښه ټکولې
د عفت په کلام هم دې ښه ګواښلې

داسې خویندو سه دا ستا غوندې جوړیږي
چې ټولنې په هر رمز باندې پوهیږې

تا ورکړي ځوابونه منطقي دي
د افغان او افغانیت په تول حتمي دي

دې نه پورته استعداد نه وینم چا کې
شعر په ژبه استعداد چې دی په تا کې

تا ټولنه ورته ښه ده بیان کړې‎
پښتنه مېرمن تشریح په ښه شان کړې

د ټولنې روغ انځور دی وړاندې کړی
له الف تر ی ضرور دې وړاندې کړی

تا د کلي ښار تر منخه توپیر کړی
پښتنې په ژوند دې هر وخت هم ویر کړی

ترجمانه اکثریت پښتنو خویندو
ترجمانه د غیرت پښتنو خویندو

خبریالې ته دې ویلی حقیت دی
واضح کړی دې ایمان او هم غیرت دی

خبریاله خور له هر څه ناخبره
صرف یو څو ټکي یی زده دي برابره

د افغان له معاشرې نه خبر نه دي
د کلتور او د حجرې نه خبر نه دي

ډېر افسوس مې د شاعرې خور په حال دی
خبریالې ته نصیحت مې هر مهال دی

ځان دې پوه د ټولنې په احوال کړي
بیا دې تاسره منطق باندې جنجال کړي

ډیر افسوس چې ټول هیواد دوی ته کابل دی
له کابله غیره هر څه ورته بل دی

ټول هیواد ته د کابل له سترګو ګوري
داسې خلک باور وکړئ دي شمکوري

دغې خورته دې کابل دی تشریح کړی
هم د کلي ښه توپیر دې ورته کړی
 
ورته کړی دې ډیر ښکلی دا خطاب دی
بیان کړی دې پوره ورته کتاب دی

په عصري ژوند کې ده ډوبه دغه خور
بې خبره ده خور پښتون له کلي کور

دغې خور د عصري ژوند سه سر او کار دی
بس د عیش او د عشرت سه یې روزګار دی

پښتنو خویندو په حال نه ده خبره
چی اوسیږي په کابل کې برابره

له ټولنې نه یې نشته مالومات
څنګه به راشي ټولنه کی ثبات

نه ګودر او نه منګی ورته مالوم دی
نه د کلي هر یو شی ورته مالوم دی

خبریاله خور دې وغواړي ما في
زه ګڼمه دغه کار یې ضروري

دې سره به یې ضمیر پاک له ګناه شي
هم به زړه یې له دې هر څه نه صفا شي

بلینډې بدرۍ ته بیا بیا سلام دی
ما مطیع لیکلی تا باندې کلام دی

په تا ویاړ به کړي راتلونکي ټول نسلونه
تا خپل کړي دا مهال د ډیرو زړونه