نور مو یون پوخ دی تر منزله رسو
لږ مزل پاتی تر درشله رسو
د جنون خوی کړم د بیابان سه بلد
د لیلا عشق کی تر محله رسو
د وطن لار کی سر په لاس ګرځوو
خپلو موخو ته بی اجله رسو
مونږ پتنګان د ازادی یو مدام
په شمع ځان سیځو څو ځله رسو
دا له امو نه تر اټګه خاوره
مونږه په ورو ورو یی تر وربله رسو
مونږه بچیان د خپل وطن مطیع وایی
ځان به قربان کړو تر کابله رسو
««««««
نن می د زړه ډیوه څه مړه شکاری
د سهار څرک نشته تیاره ښکاری
په لپو ژاړمه جانان ورک دی
په مخ راځی اوښکه توده شکاری
نامه د قوم می اخستلی نشم
بیا دهشتګر زما څیره شکاری
پښتونه پاڅه د ځان غم دی وخوره
ورانه د ټولو فیصله ښکاری
د مخ کعبی ته چی نزدی دی شومه
اوس می تندی کی ستا سجده ښکاری
چی د غمجن ماشام ډیوه بله شوه
خدای خبر څومره به اوږده ښکاری
شومه د نورو د هوس قربانی
زما ولس باندی لمبه ښکاری
ما یی د ظلم تول پخوا نه کړی
هر یوه پریکړه یی ړنده ښکاری
لکه پخبل لاستی تبر وهلی
د مطیع خپل ورور نه ګیله ښکاری
««««««
ځکه خو ژوند می د ابرو نشته دی
دا چی همدرد د پښتنو نشته دی
د زړه درزا به می له کومه وشی
هغه شیبی ستا د راتلو نشته دی
پیغلی سپیری زلفی به ځکه ګرځی
چپه کاکل چی د ځلمو نشته دی
پښتنی غم کی د جانان په اوښکو
ځکه یی سره د اننګو نشته دی
نه یی خال ایشی نه یی سترګی توری
د عاشق غږ د معشوقو نشته دی
د خپل امیر له لاسه تل ده خفه
چی تکلم یی په پښتو نشته دی
چارګل مطیع راوړی، خو سترګی یاره
ولی دی توری په رنجو نشته دی
««««««
نه خو ایران نه خو پنجاب منمه
نه په افغان خو د چا راج منمه
فرق د دوستی او دښمنی کوی شم
د چا بد نیت نه بد مزاج منمه
په افغان خاوره صرف افغان غواړمه
نه پدی خاوره بل رواج منمه
مطیع یی نیرنګ او دوه مخی لیدلی
د غلامانو نور نه باج منمه
««««««
مه راځه اختره زمونږ چم کی خوشالی نشته
دلته دی غمونه ستا راتلو ته هرکلی نشته
دا خو انصاف نه دی چی د غم سره خوښی دی وی
بیرته په شاه لاړ شه زمونږ زړونو کی خوښی نشته
ګوره د غمونو سره زوړ کال په مونږ نوی شی
لا ناورین اوږدیږی لا په مونږه نیکمرغی نشته
څیری ګریوان ګرځی لا بچی زمونږه کلوکی
چغی د یتیمو چی په غاړه یی کالی نشته
مونږه نه شیبی د اخترونو هیری شوی دی
کال په کال غمونه د ولس مو سوکالی نشته
زړونه ټول مړژوانده موسکا نه ښکاری په شوڼدو اوس
شته دی خوانان شته دی خو حجرو کی یی مستی نشته
تل خو اخترونه په پيغلوټو ښایسته به و
وران مو اوس ګودر دی د پیغلوټو اه شرنګی نشته
هر اختر زمونږ په راشه درشه د خپلوانو به و
نیت یو بل ته بد مو اوس مو خپل سه خواخوږی نشته
څنګه زه اختره په خندا خندا دی ونمانځم
سر په سر غمونه هیڅ خوشی می ابدی نشته
وګوره اختره دی یتیم ته خو نظر وکړه
څومره بد نصیب دی چی په غاړه یی کالی نشته
وکړه قضاوت اختره ووایه مطیع ته نور
بیا هله راځه که چیرته مونږ کی ځانځانی نشته
وروستي