
ولې لنډمهاله حکومت راته د منلو نه دی؟ پنځه لاملونه يې
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
افغانستان ولسمشرېز نظام لري چې د اساسي قانون اړوند يې د حکومت د سر کس يا ولسمشر د ازادو، پټو او عمومي ټاکنو په وسيله د پنځو کالونو لپاره ټاکل کيږي. د پنځم کال د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه د ولسمشر کاري موده پای ته رسيږي او نوی حکومت واک په لاس کې اخلي. په دې اړه د هېواد اساسي قانون داسې حکم کوي، (درېیم څپرکی: ولسمشر، یو شپېتمه(۶۱) ماده، دویمه فقره: د جمهور رئیس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.)
د افغانستان په شته اساسي قانون کې د لنډمهاله حکومت هېڅ ډول ذکر نه دی راغلی خو په هغه صورت کې چې ټاکل شوی ولسمشر په عادي ډول سره خپله دنده تر سره نه شي کړی، نو قانون دا حل لار داسې ټاکلې ده؛ (درېیم څپرکی: ولسمشر، اوه شپېتمه(۶۷) ماده، لمړۍ فقره : د جمهور رئیس د استعفا، عزل، مړینې او یا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته کېدلو په صورت کې چې د وظیفې د اجرا مخه نیسي، د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس واکونه او وظایف په غاړه اخلي.
دويمه فقره: جمهور رئیس خپله استعفا په خپله ملي شورا ته اعلاموي.
درېیمه فقره: د صعب العلاجه ناروغۍ تثبیت د هغه طبي هیئت له خوا کیږي چې ستره محکمه یې ټاکي.
څلورمه فقره: په داسي حالاتو کې د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره په درې میاشتو کې دننه ددې اساسي قانون د (یو شپېتمې) مادې له حکم سره سم انتخابات کیږي.
پنځمه فقره: د جمهور رئیس لومړی مرستیال د لنډ مهاله جمهور رئیس په توګه د وظیفې د تر سره کولو په موده کې لاندینۍ چارې نشي تر سره کولای:
۱- د اساسي قانون تعدیل؛
۲- د وزیرانو عزل؛
۳- ټول پوښتنه.) له پورته حالاتو پرته ټاکل شوی ولسمشر قانوني حق لري چې تر ټاکنو د خپل کار مودې ته ادامه ورکړي.
په اوس وخت کې د هېواد دننه سياسيون او يو شمېر بهرنيان په افغانستان کې د ولسمشر غني په مشرۍ د موجوده حکومت پای او پر ځای يې د لنډمهاله حکومت غوښتنه کوي. دا غوښتنه اوس مهالې نه ده چې په غبرګولي مياشت کې د ولسمشر موده پای ته رسيږي او لنډمهاله حکومت دې جوړ شي، بلکې له تېرو دوه کالونو راهيسې ځيني سياسيون د موقت حکومت غوښتونکي دي.
لڼدمهاله حکومت لاندې پنځه نيمګړتياوې، ستونزې او کمزورۍ لري، چې په همدې پار ورسره د ولس ستر برخه مخالفت ښيي او ورته د منلو نه ده.
۱- که چېرې سياسي کسان دا بهانه کوي چې د روان لمريز کال د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه د ولسمشر د واک دوره پای ته رسيږي او له هغې وروسته يې پاتې کېدل غېرقانوني دي، نو لومړی بايد دا پوښتنه حل شي، چې لنډمهاله حکومت په کوم بنسټ قانوني او مشروع کېدای شي. که چېرې ولسمشر له خپلې کاري دورې يوې څو مياشتې زيات پاتې شي دومره غټه غېر قانوني کړنه نه ده، ځکه د خلکو په رايو ټاکل شوی دی او يوازېنۍ يې د کاري مودي غځېدل دي. خو کله چې د ولسمشر پر ځای بل کس د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه ټاکل کيږي نو دی به مشروعيت له چا اخلي؟
۲- د نظام ګډوډي: د افغانستان اوسنيو سياسي او امنيتي حالتو ته په کتو سره د شته نظام حاکميت هم کمزوری دی او په دې اعتراف وشي. کله چې شته نظام موقت نظام ته اوړي، نو ضرور به وضعيت ګډوډ کيږي او بې نظمي به زور اخلي. لنډمهاله حکومت به يو لاس لامل شي، چې هر ډول پرمختيايي او ملي پروژې له خنډ سره مخ شي او امنيت له بد پسې بدتر شي.
۳- د واک وېش: هغه کسان چې په اوس وخت کې له واک ګوښه شوي دي نو هڅه يې دا ده چې د موقت حکومت په نوم سره اداره جوړه او يو ځل بيا واک ته دننه شي. داسې هېڅ ضمانت او سېسټم شتون نه لري، چې د لنډمهاله حکومت اداره به له اوسني حکومت غوره او د ستونزو لپاره حل شي.
۴- په خپله د لنډمهاله حکومت غځېدل: کله چې موجوده حکومت په رېښتا ډول او يا هم بهانو سره د خپل واک موده غځوي، نو شونتيا شته چې لنډمهاله حکومت به تر هغې مودې ډېر پاتې شي د کومې لپاره چې رامنځ ته کيږي. ښايي لنډمهاله حکومت واک په لاس کې واخلي او د پای ته رسېدو په پار يې کورنۍ جګړې او نورې ناخوالې را پيدا شي.
۵- د ملي مسايلو ځنډ: که څه هم يو شمېر سياسيون رڼې ټاکنې او سوله د لنډمهاله حکومت د جوړېدو اړتيا بولي، خو په ورته وخت کې شونې ده چې لنډمهاله اداره د واک د وېش په سر ټاکنې او سوله دواړه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
پايله: که څه هم د اوسني حکومت تېروتنه دا ده چې تر اوسه يې ونه شول کولی چې په خپل وخت ولسمشرېزې ټاکنې تر سره کړي او دا درېيم ځل دی چې د ټاکنو لپاره نوې نېټې ټاکل کيږي او لا هم مالومه نه ده چې د کومو سياسي موخو په پار به ټاکنې بيا وځنډيږي او کله به تر سره شي، خو لنډمهاله حکومت بيا د اوسني حکومت په پرتله ډېرې ستونزې زېږولی شي او هېواد د بحران پر لور راهي کولی شي.